عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ أَصَابَ حَدًّا فَعُجِّلَ عُقُوبَتَهُ فِي الدُّنْيَا فَاللَّهُ أَعْدَلُ مِنْ أَنْ يُثَنِّيَ عَلَى عَبْدِهِ العُقُوبَةَ فِي الآخِرَةِ، وَمَنْ أَصَابَ حَدًّا فَسَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ وَعَفَا عَنْهُ فَاللَّهُ أَكْرَمُ مِنْ أَنْ يَعُودَ فِي شَيْءٍ قَدْ عَفَا عَنْهُ».
[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن الترمذي: 2626]
المزيــد ...
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي او پر چا چې حد جاري شو او الله یې پرده وکړه او بخښنه یې ورته وکړه، نو الله تعالی له دې ډېر عزتمند دی چې هغه څه بېرته واخلي چې یو ځل یې بخښلی دی».
[حسن] - [الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2626]
نبي صلی الله علیه وسلم وايي چې چا یوه ګناه وکړه، هغه چې له امله یې پرې شرعي حد لازمېږي لکه: زنا او غلا، بیا خپله سزا وګوري او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو په نوموړي حد سره یې هغه ګناه پاکېږي او په آخرت کې ترې سزا لرې کېږي؛ ځکه الله تعالی لدې ډېر سخي او مهربان دی چې بنده ته دوه سزاګانې سره یو ځای کړي، او الله چې په دنیا کې د چا پرده وکړه او په ګناه سره یې سزا ورنه کړل شوه او الله ورته عفوه او بخښنه وکړه، نو الله تعالی لدې ډېر عزتمند او سخي دی چې د هغې ګناه له امله سزا ورکړي چې یو ځل یې ورته بخښلې ده.