عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«بَدَأَ الْإِسْلَامُ غَرِيبًا، وَسَيَعُودُ كَمَا بَدَأَ غَرِيبًا، فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 145]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي:
« اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 145]

تشریح

رسول الله ﷺ خبر ورکړی چې: اسلام د خلکو په منځ کې د لږو کسانو له خوا په نا اشنا توګه پیل شو، او پیروان یې کم وو؛ او بېرته به هم همداسې شي — یعني هغه کسان چې د اسلام پر اصولو عمل کوي - لږ به وي. نو خوشحالي او نېکمرغي ده نا اشنا خلکو ته، او د زړه سکون، خوښي، او د سترګو په یخوالي هغوی ته (زیری دی).

د حديث له ګټو څخه

  1. رسول الله ﷺ خبر ورکوي چې اسلام به وروسته له خپرېدو او شهرت څخه بېرته نا اشنا شي.
  2. په دې کې د نبوت له نښو یوه نښه ده، ځکه چې رسول الله ﷺ د راتلونکو حالاتو په اړه خبر ورکړی، او هماغه شان پېښ شول لکه څنګه چې یې خبر ورکړی و.
  3. د هغو خلکو فضیلت چې خپل وطن او خپلوان یې د اسلام لپاره پریښي او دا چې د هغوی لپاره جنت دی.
  4. غرباء هغه کسان دي چې کله خلک فاسد شي، دوی اصلاح وي؛ همداراز هغه کسان دي چې د خلکو له خوا فاسد شوي حالتونه بېرته اصلاح کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (35)