1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«لاَ يَزَالُ قَلْبُ الكَبِيرِ شَابًّا فِي اثْنَتَيْنِ: فِي حُبِّ الدُّنْيَا وَطُولِ الأَمَلِ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
"د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".

صحيح دی بخاري روايت کړی دی صحيح البخاري - 6420

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بوډا سړی زړېږي او بدن یې کمزوری کېږي، خو زړه یې د دوو شیانو په مینه کې ځوان پاتې کېږي: لومړی: د ډېرې شتمنۍ لپاره له دنیا سره مینه. دویم: اوږد عمر، زندګۍ، ژوند، او هیله.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه څه بیان چې انسان ورسره پیدا شوی؛ د دنیا سره مینه او اوږد مهاله هیلې.
  2. اوږدو هیلو او د پېسو په راټولولو کې د حرص غندنې ته اشاره، چې دا د مرګ لپاره چمتووالی او د شتمنو لخوا د خیرات کولو فضیلت او د غریبانو لخوا پرهیزګارۍ ته اړتیا لري.
  3. بني آدم ته تر ټولو خوښ شی د هغه خپل ځان دی، نو د دې لپاره اوږد عمر او مال خوښوي؛ ځکه چې دا د روغتیا او له دنیا څخه د خوند اخېستلو لپاره له لویو اسبابو څخه دي، نو هر کله چې د دې د ختمېدو احساس پېدا شي مینه یې ورسره زیاتېږي، او د دوام لپاره یې لیوالتیا ډېرېږي.

د ژباړو راړول

35 ژبه
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية