عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، وَكَانَ شَهِدَ بَدْرًا، وَهُوَ أَحَدُ النُّقَبَاءِ لَيْلَةَ العَقَبَةِ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ، وَحَوْلَهُ عِصَابَةٌ مِنْ أَصْحَابِهِ:
«بَايِعُونِي عَلَى أَلَّا تُشْرِكُوا بِاللَّهِ شَيْئًا، وَلاَ تَسْرِقُوا، وَلاَ تَزْنُوا، وَلاَ تَقْتُلُوا أَوْلاَدَكُمْ، وَلاَ تَأْتُوا بِبُهْتَانٍ تَفْتَرُونَهُ بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَأَرْجُلِكُمْ، وَلاَ تَعْصُوا فِي مَعْرُوفٍ، فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا فَعُوقِبَ فِي الدُّنْيَا فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ، وَمَنْ أَصَابَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا ثُمَّ سَتَرَهُ اللَّهُ فَهُوَ إِلَى اللَّهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ» فَبَايَعْنَاهُ عَلَى ذَلِكَ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 18]
المزيــد ...
له عبادة بن الصامت رضی الله عنه څخه روایت دی - نوموړی د بدر په غزا کي یې له ګډون کوونکو او د عقبې په شپه یو له ولسواکانو څخه و، هغه روایت کوي چې رسول الله ﷺ په داسې حال کې وفرمایل چې شاوخوا یې د صحابه کرامو یوه ډله ناسته وه:
«ما سره پدې بیعت وکړئ چې: الله سره به هېڅ شی نه شریکوئ، غلا به نه کوئ، زنا به نه کوئ، خپل اولادونه به نه وژنئ، پر چا به د خپلو لاسونو او خپلو پښو پر وړاندې بهتان دروغ او تهمت نه لګوئ ، او په معروف (ښه کار) کې به نافرماني نه کوئ. څوک چې دا شرطونه پوره کړي، نو اجر یې په الله دی، څوک چې له دې څخه کومه ګناه وکړي او په دنیا کې پرې سزا ورکړل شي، نو دا سزا د هغه لپاره کفاره ده، او څوک چې دا ګناه وکړي، خو الله یې پرده وکړي، نو دا د الله په اختیار کې ده: که وغواړي، بښنه به ورته وکړي، او که وغواړي، سزا به ورکړي» نو موږ له رسول الله ﷺ سره پر دې شرطونو بیعت وکړ.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 18]
عبادة بن الصامت رضي الله عنه، چې د بدر سترې غزا ګډونوال او د خپل قوم مشر و، هغه قوم چې د منی په سیمه کې د عقبه شپې په ترڅ کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ملاتړ بیعت ته ورغلی وو – هغه مهال چې رسول الله صلی الله عليه وسلم لا هم په مکه کې و، مدینې ته له هجرت نه مخکې – روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو اصحابو ترمنځ ناست و، نو له هغوی یې وغوښتل چې پر ځینو چارو ورسره بیعت (ژمنه) وکړي. لومړی: دوی به د الله تعالی په عبادت کې هېڅ شی نه شریکوي، که څه هم لږ وي. دویم: غلا به نه کوي. دریم : چې بد کاري (زنا) به نه کوي. څلورم : دا چې خپل اولادونه به نه وژني— نارینه اولادونه د فقر له وېرې، او ښځینه اولادونه د شرم یا عار له وېرې نه وژني. پنځم : دا چې دروغ به نه جوړوي—یعني داسې دروغ به نه جوړوي چې د خپلو لاسونو او پښو ترمنځ یې اختراع کړي، ځکه چې اکثر اعمال د لاسونو او پښو له لارې ترسره کېږي، که څه هم نور غړي پکې هم برخه لري. شپږم : دا چې په معروف (ښه کار) کې به د رسول الله ﷺ نافرماني نه کوي. څوک چې له دوی څخه پر عهد ثابت پاتې شي او دا شرطونه عملي کړي، د هغه اجر د الله پر غاړه دی. او څوک چې له یادو ګناهونو څخه (پر شرک سربېره) کومه یوه بله ګناه وکړي، او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو دا حد د هغه لپاره کفاره ده، او ګناه یې پرې پاکه شوه. او څوک چې له دې ګناهونو څخه کومه یوه وکړي، خو الله یې پرده وکړي، نو د هغه کار د الله په اختیار کې دی: که وغواړي، بښنه به ورته وکړي، او که وغواړي، سزا به ورکړي، نو ټولو حاضرینو له رسول الله ﷺ سره پر همدې شرطونو بیعت وکړ.