عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
قَدِمَ أُنَاسٌ مِنْ عُكْلٍ أَوْ عُرَيْنَةَ، فَاجْتَوَوْا المَدِينَةَ فَأَمَرَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِلِقَاحٍ، وَأَنْ يَشْرَبُوا مِنْ أَبْوَالِهَا وَأَلْبَانِهَا، فَانْطَلَقُوا، فَلَمَّا صَحُّوا قَتَلُوا رَاعِيَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَاسْتَاقُوا النَّعَمَ، فَجَاءَ الخَبَرُ فِي أَوَّلِ النَّهَارِ، فَبَعَثَ فِي آثَارِهِمْ، فَلَمَّا ارْتَفَعَ النَّهَارُ جِيءَ بِهِمْ، فَأَمَرَ فَقَطَعَ أَيْدِيَهُمْ وَأَرْجُلَهُمْ، وَسُمِرَتْ أَعْيُنُهُمْ، وَأُلْقُوا فِي الحَرَّةِ، يَسْتَسْقُونَ فَلاَ يُسْقَوْنَ، قَالَ أَبُو قِلاَبَةَ: فَهَؤُلاَءِ سَرَقُوا وَقَتَلُوا، وَكَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ، وَحَارَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 233]
المزيــد ...
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
د عُكْل او یا عُرَيْنَةَ څخه ځینې خلک راغلل چې د مدینې هوا ناروغه کړل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اوښانو سپارښتنه وکړه چې متیازې او شېدې یې (د درملنې په موخه) وڅښي، نو لاړل (ویې څښلې) او کله چې ورغېدل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او څاروي یې له ځان سره مخکې کړل، همغه و چې د ورځې په پېل کې یې خبر راورسید، نو خلک یې پسې ولیږل، کله چې لمر ښه راپورته شو دوی راوستل شول، نو امر یې وکړ او لاسونه او پښې یې پرې شوې او سترګې یې په سکروټه شوو مېښونو وداغل شوې او په دښته کې پرېښودل شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې، أبو قلابة وایي: دا هغه خلک وو چې غلا او قتل یې کړی و او له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي وو او د الله او د هغه له رسول په وړاندې جنګېدلي وو.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 233]
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له دوو قبیلو؛ عرینه او عکل څخه ځینې خلک راغلل او مسلمانان شول، نو په مدینه کې ورته یو ډول ناروغي پېدا شوه چې له امله یې د دوی ګېډوې وپړسېدې، نو په مدینه کې یې مېشتېدل خوښ نه شو، ځکه چې خواړه او هوا یې په دوی ونه لګېده. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې د زکات د اوښانو پنډغالي ته لاړ شي او له متیازو او شېدو څخه یې وڅښي، نو دوی لاړل، کله چې ورغېدل، څرب شول او رنګونه یې بیرته ځای ته راغلل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او اوښان یې له ځان سره مخکې کړل، تر دې چې د ورځې په پېل کې یې خبر راغی، همغه و چې خلک یې پسې ولیږل او ونیول شول، کله چې لمر ښه راپورته شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اسیران راوستل شول، هغه یې د لاسونو او پښو د پرې کولو او سترګو ړندولو امر وکړ، ځکه دوی دا کړنې له چوپان سره کړې وې، بیا په سره او ګرمه دښته کې وغورځول شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې تر دې چې مړه شول. أبو قلابة وایي: دوی غلا او قتل وکړ او له ایمان راوړلو وروسته کافران شول او د الله او د هغه د رسول پر وړاندې یې جګړه وکړه.