عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ فَلَيْسَ مِنَّا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 7071]
المزيــد ...

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 7071]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د وېرولو یا لوټلو په موخه د دوی په وړاندې د وسلو پورته کولو په اړه خبرداری ورکړی، چې څوک د دې لپاره دا کار وکړي چې مسلمانان ووېروي او یا یې لوټ کړي، نو یقینا چې د لوي جرم او له ګناهونو څخه د لویي ګناه مرتکب شوي، او د دې لوي ګواښ مستحق وګرځېده.

د حديث له ګټو څخه

  1. مسلمان ته د خپلو مسلمانانو ورونو په وړاندې د جنګېدو په اړه سخت خبرداری.
  2. د ځمکې پر مخ یو له سترو بدیو او لویو فسادونو څخه د مسلمانانو په وړاندې د وسلو پورته کول او د قتل له لارې فساد جوړول دي.
  3. یاد شوی اخطار د حقې مبارزې په اړه نه دی، لکه د نافرمانو او فاسدو خلکو په وړاندې مبارزه او داسې نور.
  4. په وسلو او یا بل څه سره د مسلمانانو د وېرولو حراموالی، که څه هم په ټوکه وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)
نور