+ -

عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«لاَ يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالفُسُوقِ، وَلاَ يَرْمِيهِ بِالكُفْرِ، إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ، إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6045]
المزيــد ...

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویېل یې:
«لاَ يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالفُسُوقِ، وَلاَ يَرْمِيهِ بِالكُفْرِ، إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ، إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ». "هیڅ څوک پر بل د بدکارۍ او کفر تور نه لګوي، په داسې حال کې چې هسې نه وي مګر دا چې وینا یې بېرته پرې ورګرځي".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6045]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته خبرداری ورکوي چې بل ته فاسق او یا کافر وایي، ځکه که چېرته پکې هغه څه نه و چې ده ویلي، نو دی په خپله د همدې صفت مستحق دی او وینا یې پرې بېرته ورګرځي، خو که چېرته پکې فسق او کفر و نو بیا یې پرې وینا نه ورګرځي؛ ځکه چې په خپله وینا کې ریښتینی دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له شرعي جواز پرته پر خلکو د کفر او بد اخلاقۍ تور لګول حرام دي.
  2. د خلکو په اړه په قضاوت کولو کې ډاډمنتیا واجب ده.
  3. ابن دقیق العید ویلي: پدې کې هغه چاته ستر ګواښ دی چې په یو مسلمان د کفر تور پورې کوي پداسې حال کې چې هسې نه وي او دا یوه لویه فاجعه ده.
  4. ابن حجر العسقلاني ویلي: له دې وینا څخه دا نه لازمېږي چې پدې سره هغه فاسق او یا کافر نه ګرځي کله چې هغه ته ووایي: ته فاسق یې، بلکې په دې کې تفصیل دی: که چېرته یې نیت دا وي چې هغه او یا بل چاته نصیحت وکړي، او یا دا چې حال یې نورو ته بیان کړي نو بیا دا وینا جایز ده، خو که چېرته یې نیت هغه ته پېغور ورکول، هغه مشهورول او یوازې هغه ځورول و نو بیا جایز نه ده، ځکه ده ته امر شوی چې پرده پرې واچوي، ورزده یې کړي او نېکه لار ورته وښایي، نو څومره چې دا کار په نرمۍ سره کېږي ورته روا نه دي چې په زور او سختۍ سره یې وکړي؛ ځکه کېدی شي دا کار مقابل لوری په غیرت کې راولي او خپلو کړنو ته دوام ورکړي، لکه څنګه چې ډېری خلک همداسې خود مزاجه دي، په ځانګړې توګه کله چې نصیحت کوونکی له هغه چانه په رتبه کې ټیټ وي چې نصیحت ورته کوي.
نور