عن عائشة رضي الله عنها قالت:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَذْكُرُ اللهَ عَلَى كُلِّ أَحْيَانِهِ.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 373]
المزيــد ...

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 373]

تشریح

د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ذکر ته ډېر لیواله و او په هر وخت، ځای او حالت کې به یې د الله تعالی ذکر کاوه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله د ذکر لپاره له وړې او غټې بې اودسۍ څخه پاکوالی شرط ندی.
  2. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه الله جل جلاله یاداوه.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د اقتدا له مخې په هر حالت کې د الله جل جلاله په ذکر ټینګار کول، پرته له هغو حالتونو چې ذکر کول پکې منع دي لکه د حاجت رفع کول.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)
نور