+ -

عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2812]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ أَيِسَ أَنْ يَعْبُدَهُ الْمُصَلُّونَ فِي جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَلَكِنْ فِي التَّحْرِيشِ بَيْنَهُمْ». "په عربي ټاپووزمه کې شیطان له دې نا امیده شوی چې څوک یې عبادت وکړي، خو په دوی کې له مخالفتونو او تر منځه یې شخړو اچولو څخه نه دی نا امیده شوی".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2812]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د عربو په جزیره کې شیطان له دې نا امیده شوی چې لمونځ کوونکي مؤمنان یې بیا عبادت وکړي او بت ته سجده وکړي، خو لا تر دې دمه تمه لري، کوښښ کوي، زیار باسي، کار او هڅه کوي چې تر منځه یې جنګونو، شخړو، فتنو او داسې نورو ته لمن ووهي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د شیطان عبادت د بت عبادت دی، ځکه چې شیطان پرې امر کوونکی او ورته بلنه ورکوونکی دی، دلیل یې د ابراهیم علیه السلام په اړه د الله تعالی دا وینا ده: (يا أبت لا تعبد الشيطان…). اې پلاره! د شیطان عبادت مه کوه.
  2. شیطان هڅه کوي چې د مسلمانانو تر منځ شخړو، دښمنیو، جنګونو او فتنو ته لمن ووهي.
  3. په اسلام کې د لمانځه ګټه دا ده چې د مسلمانانو تر منځه مینه او محبت ساتي او د ورورګلوۍ اړیکي یې پياوړې کوي.
  4. له شهادتینو نه وروسته لمونځ د دین تر ټولو لوی عبادت دی، له همدې امله مسلمانانو ته لمونځ کوونکي ویل کېږي.
  5. عربي ټاپووزمه د نورو هیوادونو په پرتله ځانګړتیاوې لري.
  6. که وویل شي چې د عربو د جزیرې په ځینو برخو کې بت پرستي شوې ده، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (إن الشيطان قد أيس أن يعبده المصلون..) (شیطان له دې نا امیده شوی چې لمونځ کوونکي یې عبادت وکړي...) نو دا د شیطان په زړه کې د هغې نا امیدۍ په اړه څرګندونه ده چې د هغه په زړه کې له فتحو او بریاوو وروسته پيدا شوې او هغه مهال کله چې خلک ډلې ډلې په اسلام کې داخل شول، نو حدیث د شیطان د ګمان او توقع په اړه دی، چې حقیقت د دې پر خلاف و، د هغه حکمت له امله چې الله تعالی یې غواړي.
نور