+ -

عَنْ جَرِيرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ نَظَرِ الْفُجَاءَةِ فَأَمَرَنِي أَنْ أَصْرِفَ بَصَرِي.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2159]
المزيــد ...

له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د ناڅاپه لیدو په اړه وپوښتل، نو هغه راته امر وکړ چې سترګې واړوم.

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2159]

تشریح

جریر بن عبد الله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یو سړی په ناڅاپه ډول پرته له نیته یوې پردۍ ښځې ته ګوري؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې څنګه پوه شو نو مخ دې بل لور ته واړوي او هیڅ ګناه پرې نشته.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د نظر ښکته اچولو ته هڅوونه.
  2. په دوامداره توګه هغه څه ته د کتلو په اړه خبرداری چې لېدل ورته حرام وي، کله چې پرې په ناڅاپي توګه له قصد پرته سترګې ولږیږي.
  3. په دې کې د دې خبرې ثبوت دی چې د صحابه کرامو په مینځ کې بیګانه ښځو ته لیدل حرام و، لکه څنګه چې له جرير رضي الله عنه څخه ثابته ده چې هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې کله یې له قصد پرته په ناڅاپي توګه په یوې بیګانه ښځې سترګې ولږیږي، نو آیا دا د قصدي لیدلو په توګه دي؟
  4. دا په ډاګه کوي چې شریعت د خپلو خلکو ګټو ته پاملرنه کوي، لدې امله یې پرې بیګانه ښځو ته لیدل حرام کړي دي، ځکه چې دنیوي او اخروي مفاسد ترې ولاړیږي.
  5. صحابه کرامو رضی الله عنهم به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رجوع کوله او د هغه څه په اړه به یې ترې پوښتنه کوله چې پرې به نه پوهېدل، او عامو خلکو ته هم همداسې په کار دي چې خپلو علماوو ته رجوع وکړي او د هغه څه په اړه ترې پوښتنه وکړي چې پرې نه پوهیږي.
نور