+ -

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: أَرَدْتُ مِنْكَ أَهْوَنَ مِنْ هَذَا، وَأَنْتَ فِي صُلْبِ آدَمَ: أَلّاَ تُشْرِكَ بِي شَيْئًا، فَأَبَيْتَ إِلَّا أَنْ تُشْرِكَ بِي».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6557]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: أَرَدْتُ مِنْكَ أَهْوَنَ مِنْ هَذَا، وَأَنْتَ فِي صُلْبِ آدَمَ: أَلّاَ تُشْرِكَ بِي شَيْئًا، فَأَبَيْتَ إِلَّا أَنْ تُشْرِكَ بِي». "الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6557]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دوزخ ته له ننوتلو وروسته به الله جل جلاله تر ټولو د لږ عذاب خاوند ته ووایي: که چېرته دې ټوله دنیا او څه چې پکې دي درلودل نو آیا هغه به دې د فدیې په توګه ورکړي وو تر څو له دې عذاب څخه خلاص شوای وې؟ هغه به ووایي: هو، نو الله جل جلاله به وفرمایي: یقینا چې ستا څخه مې لدې آسانه غوښتنه کړې وه، کله چې ته د آدم په شا (ملا) کې وې او ستا څخه ژمنه واخېستل شوه چې ما سره به هېڅ شی نه شریکوې، نو کله مې چې دنیا ته راوویستې انکار دې وکړ او ما سره دې شرک وکړ.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید فضیلت او پرې د عمل آسانتیا.
  2. د شرک خطر او د هغې پایلې.
  3. الله پاک له بني آدم څخه هغه مهال ژمنه واخېسته کله چې دی د خپل پلار ادم په شا (ملا) کې و چې شرک به ورسره نه کوي.
  4. له شرک څخه وېرول او دا چې ټوله دنیا به د قيامت په ورځ کافرو ته هېڅ ګټه ونه رسوي.
نور