1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما:
أَنَّ رَجُلًا أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَكَلَّمَهُ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ، فَقَالَ: مَا شَاءَ اللهُ وَشِئْتَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَجَعَلْتَنِي لِلَّهِ عَدْلًا؟ قُلْ: مَا شَاءَ اللهُ وَحْدَهُ».

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي».

سند يې حسن دی النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی د النسائي السنن الکبری - 10759

تشریح

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی نو په ځینو کارونو کې یې ورسره خبرې وکړې بیا یې ورته وویل:"ما شاء الله وشئت"، یعنې څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا وینا وغندله او خبر یې کړ چې د الله تعالی له خوښې سره د بنده د خوښې یادونه کوچنی شرک دی، مسلمان ته روا ندي چې دا ډول وینا وکړي، بیا یې دې حقې وینا ته د هغه لارښوونه وکړه چې ووایي "ما شاء الله وحده"، یعنې هغه کار کیږي چې یوازې الله یې وغواړي، نو الله جل جلاله ته په اراده کې یوازې والی ثابتوي او په هېڅ ډول ورسره بل شی نه یو ځای کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا ویل منع دي: چې ووایي "هغه څه چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې" او دې ته ورته نور الفاظ، چې د بنده اراده د "او" په توري سره د الله له ارادې سره یو ځای کوي، ځکه دا کوچنی شرک دی.
  2. د ناروا کارونو منع کول واجب دي.
  3. رسول الله صلی الله علیه وسلم له توحید څخه ساتنه کړې او د شرک ټولې لارې یې تړلې دي.
  4. د بدۍ د غندلو په وخت کې، په رسول الله صلی الله علیه وسلم د اقتداء له مخې ښه دا ده چې بلل شوي ته د حلال بدیل بلنه ورکړل شي.
  5. په دې حدیث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وینا «ما شاء الله وَحْدَه» یعنې هغه چې الله یې وغواړي او دې وینا : «قل: ما شاء الله ثم شئت» ووایه! هغه چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې تر منځ داسې جمع کیدی شي چې د : «ما شاء الله ثم شئت» وییل جایز دي یعنې هغه چې الله یې وغواړې او بیا یې ته وغواړې. خو د «ما شاء الله وحده» وییل غوره دي، یعنې هغه چې یوازې الله یې وغواړي.
  6. دا روا ده چې ووایې: «ما شاء الله ثم شئت» " هغه چې الله یې وغواړې او بیا یې ته وغواړې" مګر دا غوره ده چې ووایي: "هغه چې یوازې الله یې وغواړي".

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية