+ -

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي الخَطَأَ وَالنِّسْيَانَ وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ».

[قال النووي: حديث حسن] - [رواه ابن ماجه والبيهقي وغيرهما] - [الأربعون النووية: 39]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».

-

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې: الله تعالی د هغه امت په دریو حالتونو کې بخښلی دی: لومړی: تېروتنه، دا هغه عمل دی چې له هغوی (امت) څخه بې له قصده صادر شي، یعنې یو مسلمان یو کار د یوه هدف لپاره ترسره کوي، خو د هغه عمل پایله بل څه راووځي له هغه څه نه چې ده غوښتل. دویم: هېرېدل، دا هغه حالت دی چې یو مسلمان یو څه په یاد لري، خو د عمل کولو پر مهال ترې هېر شي، نو په داسې حالت کې پرې هېڅ ګناه نشته. درېیم: جبر یا زور، کېدای شي بنده مجبور شي داسې یو کار پرې په زوره وشي چې اصلاً یې نه غواړي، او د زور یا جبر د دفع کولو وس ونه لري، نو په داسې حالت کې پرې ګناه نشته او نه ورته کومه سختي (حرج) ورپېښېږي. خو دا په یاد لرل په کار دي چې د حدیث موضوع د بنده او د هغه د رب ترمنځه ده، کله چې دی ناروا عمل تر سره کوي، او په کوم عمل چې ورته امر شوی نو په هېرېدو سره ترې نه ساقطېږي خو: که د عمل له امله یې د نورو خلکو حق ضایع شي، نو د هغوی حق نه ساقطېږي لکه: څوک چې یو انسان په خطا ووژني، نو دیت پرې واجب دی، یا یې د یو چا موټر په تېروتنه خراب کړ، نو تاوان به یې پرې کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په خپلو بندګانو د الله جل جلاله د رحم پراخوالی او مهرباني چې له دوی څخه یې ګناه او ملامتیا لرې کړې ده، کله چې له دوی څخه پدې درېو حالتونو کې کومه ګناه صادره شي.
  2. د الله تعالی فضل پر نبي صلی الله علیه وسلم او د هغه په امت.
  3. د ګناه معاف کېدلو معنی دا نه ده چې شرعي حکم یا تاوان ورته هم معاف شي، د بېلګې په توګه: که د چا اودس هېر شي او لمونځ وکړي، پدې ګمان چې اودس یې شته، نو په دې کې پرې ګناه نشته، خو دا پرې واجب دي چې اودس وکړي او لمونځ راوګرځوي.
  4. د جبر له امله د ګناه معاف کېدو لپاره باید ځینې شرایط پوره وي لکه: څوک چې په جبر سره پر خلکو یو عمل تر سره کوي، به ریښتیا د هغه څه د تر سره کولو توان لري چې ګواښ يې کوي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري Kannada کنادا الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
نور