عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ أَهْوَنَ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا مَنْ لَهُ نَعْلَانِ وَشِرَاكَانِ مِنْ نَارٍ، يَغْلِي مِنْهُمَا دِمَاغُهُ كَمَا يَغْلِ الْمِرْجَلُ، مَا يَرَى أَنَّ أَحَدًا أَشَدُّ مِنْهُ عَذَابًا، وَإِنَّهُ لَأَهْوَنُهُمْ عَذَابًا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 213]
المزيــد ...

له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 213]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به تر ټولو د لږ عذاب خاوند هغه څوک وي چي تسمې لرونکې د اور څپلۍ به یې په پښو وي او له ډېرې تودوخې به يې ماغزه داسې خوټیږي لکه د مسو کټوۍ، او دی به له ځان پرته بل هېڅوک د سخت عذاب والا نه ویني، په داسې حال کې چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي، دا عذاب د دې لپاره ورکول کېږي چې روح او بدن یې دواړه عذاب وویني.

د حديث له ګټو څخه

  1. نافرمانو او کافرو ته په دوزخ کې د دې عذاب د وحشت پر وړاندې خبرداری؛ تر څو له هغو کړنو ځان وژغوري چې د دې لامل ګرځي.
  2. دوزخ ته د ننوتلو درجې به د بدو اعمالو له مخې توپیر ولري.
  3. د جهنم د عذاب سختي، الله تعالی دې موږ له هغې څخه وساتي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (44)
نور