+ -

عَنْ صَفْوَانَ بْنِ مُحْرِزٍ قَالَ: قَالَ رَجُلٌ لِابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما كَيْفَ سَمِعْتَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: فِي النَّجْوَى؟ قَالَ: سَمِعْتُهُ يَقُولُ:
«يُدْنَى الْمُؤْمِنُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ، حَتَّى يَضَعَ عَلَيْهِ كَنَفَهُ، فَيُقَرِّرُهُ بِذُنُوبِهِ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُ؟ فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ أَعْرِفُ، قَالَ: فَإِنِّي قَدْ سَتَرْتُهَا عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، وَإِنِّي أَغْفِرُهَا لَكَ الْيَوْمَ، فَيُعْطَى صَحِيفَةَ حَسَنَاتِهِ، وَأَمَّا الْكُفَّارُ وَالْمُنَافِقُونَ، فَيُنَادَى بِهِمْ عَلَى رؤُوسِ الْخَلَائِقِ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2768]
المزيــد ...

له صفوان بن محرز رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې یو سړي ابن عمر رضی الله عنهما ته وویل: تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پټ ملاقات (مناجات) په اړه څه اورېدلي دي چې هغه به وییل؟» هغه وویل: ما ترې اورېدلي چې ویل یې:
«يُدْنَى الْمُؤْمِنُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ، حَتَّى يَضَعَ عَلَيْهِ كَنَفَهُ، فَيُقَرِّرُهُ بِذُنُوبِهِ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُ؟ فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ أَعْرِفُ، قَالَ: فَإِنِّي قَدْ سَتَرْتُهَا عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، وَإِنِّي أَغْفِرُهَا لَكَ الْيَوْمَ، فَيُعْطَى صَحِيفَةَ حَسَنَاتِهِ، وَأَمَّا الْكُفَّارُ وَالْمُنَافِقُونَ، فَيُنَادَى بِهِمْ عَلَى رؤُوسِ الْخَلَائِقِ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللهِ». «مؤمن به د قيامت په ورځ خپل رب ته ورنږدې کړای شي، تر دې چې خپله پرده به پرې واچوي، نو په خپلو ګناهونو به یې قانع کړي، وبه وایې:آیا ته (دا ګناهونه)پېژنې؟ هغه به ووایي: هو ربه پېژنم یې، وایې: هغه به وفرمایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه، او نن ورځ یې درته بخښم، نو د نیکیو عملنامه به یې ورکړی شي، او کوم چې کفار او منافقان دي، نو د مخلوقات په وړاندې به پرې غږ وشي چې دا هغه خلک دي چې پر خپل رب یې دروغ ویلي دي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2768]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت په ورځ له خپل مومن بنده سره د الله تعالی د پټ ملاقات په اړه فرمایي:
د قيامت په ورځ به مؤمن خپل رب ته ورنږدې کړای شي، هغه به پرې خپله پرده واچوي او د محشر له خلکو به یې پټ کړي تر څو یې له هغه پرته بل څوک په راز پوه نه شي، نو ورته به ووایي:
آیا فلانۍ او فلانۍ ګناه پېژنې، نو پر هغو ګناهونو به یې قانع کړي چې د ده او د رب تر منځه یې دي.
هغه به ووایي: هو اې رب .
تر دې چې مسلمان ووېرېږي، نو الله پاک به ورته ووایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه او زه یې نن درته بخښم، نو د نېکیو عملنامه به یې ورکړل شي.
او کوم چا کافران او منافقان دي، نو د خلکو په حضور کې به پرې غږ وشي چې: همدا هغه كسان دي چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ پر ظالمانو دې لعنت د الله وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله فضل او رحمت پر مومنانو چې په دنیا او آخرت کې پرې پرده اچوي.
  2. تر څو چې شوني وي، باید پر مسلمان پرده واچول شي.
  3. د بندګانو ټول عملونه د بندګانو رب حسابوي، نو چا چې (په اخرت) کې خېر وموند نو د الله ستاینه دي وکړي، او چا چې له دې پرته بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامت کړي، او دی به د الله د ارادې لاندې وي.
  4. ابن حجر وايي: د احاديثو مجموعه په دې دلالت کوي چې په قيامت کې به د مؤمنانو ګناهکاران دوه ډوله خلک وي: يو ډول یې هغه دي چې: چې ګناه یې د هغه او د هغه د رب تر منځه ده، نو د ابن عمر حدیث پر دې دلالت کوي چې دا ډول خلک بیا دوه ډوله دي، یو ډول یې هغه دي چې ګناه یې په دنیا کې پټه وي، نو پر دوی به الله په قیامت کې پرده واچوي او د حدیث الفاظ پر همدې دلالت کوي، او بل ډول هغه خلک دي چې ګناه یې ډاګیزه وي، نو د حدیث مفهوم پر دې دلالت کوي چې دوی د هغوی پر خلاف دي، او دویمه ډله هغه خلک دي چې ګناه یې د ځان او د نورو بندګانو تر منځه وي، نو دوی هم دوه ډوله دي: یو ډول یې هغه خلک دي چې ګناهونه یې پر نیکیو زیات وي چې دوی به اور ته وغورځول شي او بیا به په شفاعت سره ترې راوځي، او بله ډول هغه خلک دي چې نیکۍ او بدۍ یې سره برابرې وي، نو دوی به تر هغه جنت ته نه ننوځي تر څو چې له یو بل څخه قصاص واخلي.
نور