عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يُسَلِّمُ الرَّاكِبُ عَلَى المَاشِي، وَالمَاشِي عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ». وَلِلبُخَارِي: «يُسَلِّمُ الصَّغِيرُ عَلَى الكَبِيرِ، وَالمَارُّ عَلَى القَاعِدِ، وَالقَلِيلُ عَلَى الكَثِيرِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6232]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«سپور به په پیاده، پياده به په ناست او کم به په ډېرو سلام اچوي». او د بخاري روایت دی: «کوچنی به په لوی، لاروی به په ناست، او ډېر به په لږو سلام اچوي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6232]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د سلام اچولو آداب ورښودلي - چې الفاظ یې داسې دي - "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، نو کوچنی به په لوی، سپور په لاروي، لاروی به په ناست او لږ شمېر به په ډېرو سلام اچوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په هغه ډول سلام اچول مستحب دي چې په حدیث کې راغلی دی، نو کله چې پياده سوار ته سلام واچاوي او داسې نور چې یادونه یې شوې ده، دا جایز دي، خو د اولی او افضل خلاف عمل دی.
  2. په حدیث کې د ذکر شوي طریقې سره سم سلام اچول د مینې او یووالي له لاملونو څخه یو دی.
  3. که دوی په هغه څه کې مساوي وو چې یادونه یې وشوه، نو غوره پکې هغه څوک دی چې په سلام پېل وکړي.
  4. د دې شریعت کمال دا دی چې ټول هغه څه بیانوي چې خلک ورته اړتیا لري.
  5. د سلام د آدابو ښوول او هر چا ته د هغه حق ورکول.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)