+ -

عَنِ الْمِقْدَادِ بْنِ الْأَسْوَدِ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ:
«تُدْنَى الشَّمْسُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْخَلْقِ، حَتَّى تَكُونَ مِنْهُمْ كَمِقْدَارِ مِيلٍ»، قَالَ سُلَيْمُ بْنُ عَامِرٍ: فَوَاللهِ مَا أَدْرِي مَا يَعْنِي بِالْمِيلِ؟ أَمَسَافَةَ الْأَرْضِ، أَمِ الْمِيلَ الَّذِي تُكْتَحَلُ بِهِ الْعَيْنُ قَالَ: «فَيَكُونُ النَّاسُ عَلَى قَدْرِ أَعْمَالِهِمْ فِي الْعَرَقِ، فَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى كَعْبَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يَكُونُ إِلَى حَقْوَيْهِ، وَمِنْهُمْ مَنْ يُلْجِمُهُ الْعَرَقُ إِلْجَامًا» قَالَ: وَأَشَارَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِيَدِهِ إِلَى فِيهِ.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2864]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له مقداد بن الأسود رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
«د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي»، سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له "میل" څخه یې موخه څه ده؟ آیا د ځمکې واټن دی، که هغه سلایی دی چې سترګو کې پرې رانجه کېږي؟ فرمایي: «خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي: ځینې به تر پښو یعنې ښنګرو پورې وي، ځینې به تر ګونډو پورې، ځینې به تر کوناټو پورې وي او ځینې به داسې وي چې په خولو کې به ټول ډوب وي» راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خولې ته اشاره وکړه.

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2864]

تشریح

پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی له سرونو سره به د یو میل په اندازه واټن کې شي. تابعي سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له دوو میلونو څخه یې کوم یو مراد دی؟ آیا د ځمکې واټن (یعنې یو میل فاصله)، که هغه میل (سلایي) چې سترګې پرې تورېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي؛ ځینې به داسې وي چې خوله یې تر پښو (ښنګرو) پورې وي، ځینې به تر ګونډو، ځینې به تر کوناټو او ازار بند پورې وي، او ځینې به داسې وي چې خوله یې تر خولې پورې رسېږي او د خبرو کولو مانع به یې ګرځي. راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خپلي خولی ته اشاره وکړه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قیامت د سختیو بیان او ترې وېرول.
  2. خلک به د قیامت په ورځ د حساب په ځای کې د هغوی د اعمالو مطابق له سختۍ سره مخ وي.
  3. نېکو اعمالو ته هڅونه او له بدو اعمالو وېرول.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور