+ -

عن أبي مَرْثَدٍ الغَنَوِيّ رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 972]
المزيــد ...

له ابو مرثد الغنوي - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَجْلِسُوا عَلَى الْقُبُورِ، وَلَا تُصَلُّوا إِلَيْهَا». "په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 972]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبرونو له کېناستلو څخه منع فرمایلي ده.
همدا رنګه یې قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع فرمایلې ده، داسې چې قبر د لمونځ کوونکي مخې ته راشي، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ده.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي ایټالیایي Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اوکراني الجورجية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. لکه څرنګه چې په سنتو ثابت دي چې د جنازې له لمانځه پرته په هدیرو، د قبرونو تر منځه او یا قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع راغلې ده.
  2. له شرک څخه د مخنیوي په خاطر قبرونو ته له لمانځه کولو څخه ممانعت.
  3. اسلام د قبرونو په اړه له مبالغې او بې حرمتۍ څخه منعه کړې ده، نو پدې کې هېڅ ډول زياتی او غفلت نشته.
  4. د مسلمان حرمت د هغه له مرګه وروسته پاتې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (كَسْرُ عَظْمِ المَيّت كَكَسْرِه حيًّا). (د مړي هډوکي ماتول داسې دي لکه د ژوندي هډوکي ماتول).
نور