+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لاَ يُصَلِّي أَحَدُكُمْ فِي الثَّوْبِ الوَاحِدِ لَيْسَ عَلَى عَاتِقَيْهِ شَيْءٌ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 359]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لاَ يُصَلِّي أَحَدُكُمْ فِي الثَّوْبِ الوَاحِدِ لَيْسَ عَلَى عَاتِقَيْهِ شَيْءٌ». "له تاسو څخه دې هېڅوک په یوه جامه کې لمونځ نه کوي چې په اوږو یې هېڅ شی نه وي".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 359]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه څوک لدې کار څخه منع کړی چې په یوه جامه کې لمونځ کوي او د اوږو او غاړې تر منځ ځای یې لوڅ وي او هېڅ شی یې پرې نه وي اچولی چې اوږې یې پټې کړي؛ که څه هم اوږې عورت نه دی، خو پټول یې د عورت د پټولو لپاره اړین دي او پدې سره الله تعالی ته په ښه توګه درناوی او تعظیم کېږي؛ کله چې بنده د هغه پر وړاندې ودرېږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په یوه جامه کې لمونځ کول هغه وخت روا دي چې هغه ځایونه یې پټ کړي وي چې پټول یې اړین دي.
  2. په دوو جامو کې د لمانځه جواز، چې یوه یې پورته بدن پټ کړي او بله یې لاندې.
  3. لمونځ کوونکي ته مستحب دي چې ښایسته مظهر ولري.
  4. په لمانځه کې د یوې یا دواړو اوږو پټول واجب دي، که چېرته دا کار ممکن و، او داسې هم ویل شوي چې دا نهي د تنزیه لپاره ده (یعنې ښه کار ندی چې لوڅې اوږې لمونځ وشي)
  5. حدیث پدې دلیل دی چې صحابه وو په لاس کې لږ څه درلودل، تر دې چې ځینو یې دوه جامې هم نه درلودې.
  6. نووي د دې حدیث په معنا کې ویلي: پدې کې حکمت دا دی چې کله یې ترې ازار وتاړه او په اوږو یې څه شی نه و نو لرې نه ده چې عورت یې لوڅ شي، خو که داسې وکړي چې یوه برخه یې ازار او پر بله یې اوږې پټې کړي ښه ده، بله دا چې کېدی شي اړتیا پيدا کړي چې په یو یا دواړو لاسونو یې ټینګ ونیسي نو په دې سره به په لمانځه کې مشغول شي، او د سینې لاندې ښی لاس پر چپ لاس د اېښودلو سنت به ترې پاتې شي او په هغو ځایونو کې د لاسونو پورته کول به ترې هم پاتې شي چې پورته کول یې روا دي او داسې نور، ځکه پدې کار سره د بدن پورته برخه او د زینت ځای لوڅ پاتې کېږي، حال دا چې الله تعالی فرمایلي: { خُذُوا ‌زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ } [الأعراف: 31] یعنې: «د هر عبادت په وخت كښې په خپله ښكلا سينګار اوسئ».