عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَيُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5986]
المزيــد ...
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5986]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلوانو لیدلو ته په ورتللو، ځاني، مالي او نور ډول درناویو سره په خپلوۍ پالنې ټینګار کوي، او دا چې (خپلوي پالل) د رزق د پراختیا او عمر د اوږدوالي لامل ګرځي.