عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه:
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ فِي رَكْعَتَيِ الْفَجْرِ: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، وَ{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 726]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 726]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ ګڼل چې د سهار په دوو سنت رکعتونو کې له فاتحې وروسته په لومړي رکعت کې: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ} او په دویم رکعته کې {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} سورت ولولي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سهار په سنتو کې له فاتحې نه وروسته د دې دوو سورتونو لوستل مستحب دي.
  2. دې دواړو سورتونو ته د الإخلاص سورتونه وایي؛ ځکه چې د الکافرون په سورت کې له ټولو هغو شیانو څخه بېزاري ده چې مشرکان یې له الله جل جلاله پرته عبادت کوي، او دا چې هغوی د الله بندګان نه دي، ځکه چې شرک یې عملونه بربادوي، او دا چې هم هغه الله د عبادت مستحق دی، او ځکه چې د الاخلاص په سورت کې د الله تعالی یووالی، هغه ته اخلاص او د هغه د صفتونو بیان شوی دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (44)
نور