+ -

عَنْ أُمِّ حَبِيبَةَ رضي الله عنها زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالت: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 428]
المزيــد ...

له ام حبیبه رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".

[صحيح] - - [سنن ترمذی - 428]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته، او څلور رکعته وروسته نفل په دوامداره توګه وکړي نو الله تعالی به یې په اور حرام کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په دوامداره توګه څلور رکعته د ماسپښين نه مخکي او څلور رکعته وروسته ادا کول مستحب دي.
  2. د فرضو نه مخکې نفل لمونځ ځانګړي حکمتونه لري لکه: د عبادت لپاره د لمونځ کوونکي چمتووالی؛ مخکې له دې چې فرض لمانځه ته داخل شي، او د فرضو پسې د لمانځه حکمت دا دی چې د فرض لمونځ نېمګړتیاوي پرې جبران شي.
  3. رواتب (سنت لمونځ) لويې ګټې لري لکه: د نېکیو زیاتېدل، د ګناهونو بخښل کېدل او د مرتبو لوړوالی.
  4. د ګواښ (وعید) په اړه په احادیثو کې د اهل سنت قاعده د دې حدیث په څېر ده: چې د مړیني پر مهال باید موحد وي او دا چې مراد ترې دا دی چې د تل لپاره په اور کې نه پاتې کېږي، ځکه چې موحد ګناهکار انسان ته که چېرته سزا ورکړل شي نو د تل لپاره په دوزخ کې نه پاتې کېږي.