عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَى مَنْ جَرَّ ثَوْبَهُ خُيَلاَءَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5783]
المزيــد ...

له ابن عمر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي:
«الله تعالی به هغه چا ته نظر و نه کړي چې خپل کالي د تکبر په نیت د ځان پسې راکاږي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5783]

تشریح

پیغمبر ﷺ د کالیو یا ازار د ټیټولو او ځان پسې د راښکلو په اړه خبرداری ورکړی چې د ښنګرو لاندې د عُجب او تکبر له مخې ښکته کړل شي، او دا یې څرګنده کړې چې څوک دا کار وکړي، نو هغه د سخت ګواښ مستحق ګرځي، داسې چې الله تعالی به قیامت په ورځ د رحمت په نظر ورته و نه ګوري.

د حديث له ګټو څخه

  1. جامې هر هغه څه ته شاملېږي چې د بدن ښکته برخه پټوي، لکه پتلون، کالي، ازار او داسې نور.
  2. د ښنګرو یا ګټیو لاندې د جامې یا پېڅو ښکته کولو په اړه ممانعت یوازې د نارینه‌وو لپاره دی، امام نووي ویلي: د علماوو پدې اجماع ده چې د ښځو لپاره اسبال روا دی، له پېغمبر ﷺ څخه صحیح روایت دی چې هغه ښځو ته اجازه ورکړې وه چې د خپلو جامو لمنې د یو ګز په اندازه اوږدې پرېږدي.
  3. ابن باز ویلي: اسبال-یعنې لباس د ښنګرو نه لاندې ګرځول-منع او حرام دی او سزا یې مختلفه ده او ضروري نده چې یو ډول وي، ځکه څوک چې د کبر په نیت دا کار کوي د هغه چا په څېر نه دی چې دا نیت ونه لري.
  4. ابن باز ویلي: ښځه عورت دی، نو باک نه لري چې یوه لویشت یې جامې اوږدې وي، که دومره یې بسنه نه کوله نو د ښنګرې نه دې یو ګز اوږدې کړي.
  5. قاضي وایي: علماوو ویلي چې: په ټوله کې هر هغه څه چې په جامو کې له اړتیا او عادت څخه زیات وي – که اوږدوالی وي یا پراخوالی – نو مکروه ګڼل کېږي. الله ښه پوهېږي.
  6. نووي ویلي دي: د قمیص او ازار مستحبه اندازه دا ده چې پای یې د پنډیو (ساق) تر نیمایي پورې وي، او ګناه پرې نشته که لدې ښکته شي یعنې د ساق د نیمایي برخې او ښنګرو تر منځه، خو که له ښنګرو ښکته شي په اور کې به وي، نو مستحبه اندازه د پنډیو تر نیمایي (نصف الساق)پورې ده او له دې لاندې تر ښنګرو پورې له کراهت پرته جایز ده، خو له ښنګرو ښکته جامې اوږدول منع دي.
  7. ابن عثیمین د (لا ينظر الله إليه) په اړه ویلي چې: د رحمت او مهربانۍ په نظر به ورته نه ګوري، او عام کتل ترې مراد ندي؛ ځکه چې د الله تعالی له لید څخه هېڅ شی پټ نه دی، خو موخه ترې د رحمت او مهربانۍ لیدل دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (42)