+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهُما قَالَ: مَرَرْنَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى الْحِجْرِ، فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَدْخُلُوا مَسَاكِنَ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ، إِلَّا أَنْ تَكُونُوا بَاكِينَ؛ حَذَرًا أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَهُمْ» ثُمَّ زَجَرَ فَأَسْرَعَ حَتَّى خَلَّفَهَا.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2980]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د الْحِجْر سېمې تر څنګ تېر شو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته وویل:
"د هغو خلکو کورونو ته مه ننوځئ چې پر ځانونو یې ظلم کړی دی، مګر د ژړا په حال کې؛ که نه نو تاسو به هم د دوی په څیر برخلیک سره مخ شئ" بیا یې خپله (سپرلۍ) چټکه کړه، تر دې چې له سیمې تېر شو.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2980]

تشریح

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثمودیانو پر کورونو تېرېده نو د هغو خلکو کورونو ته یې له ننوتلو یا ورتګ څخه منع وکړه چې پر ځان یې ظلم کړی و، مګر دا چې داخلیدونکی کس هلته وژاړي او له هغوی څخه عبرت واخلي؛ له دې ویرې چې هسې نه هغه څه ور وروسیږي چې هغوی ته رسیدلي و، بیا یې په خپلۍ سپرلۍ چغه ووله، نو تېزه شوه، تر دې چې له هغه ځایه تېر شو.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغو کسانو په حالاتو غور کول چې الله تعالی هلاک کړي دي، او له هغه څه نه ځان ساتل چې هغوی په کې واقع شوي دي؛ او د آیتونو په غور کولو کې له غفلت څخه ځان ساتنه.
  2. د دې تعذیب شویو خلکو کورونه به له هغوی وروسته بیا آباد نه شي او نه به استوګن ځای وګرځي؛ ځکه چې اوسیدونکی یې په دوامداره توګه ژړلی نشي، او پرته له دې حالته (ژړا کولو) هلته ننوتل منع شوي دي.
  3. نووي ویلي: په حدیث کې پدې ټینګار شوی چې د ظالمانو له ځمکو او د عذاب شوو ځایونو څخه د تېریدو پر مهال باید انسان د پاملرنې په حال کې تېر شي لکه: وادی محسر؛ ځکه چې د فیل د پېښې خاوندان هملته هلاک شوي دي، نو تېریدونکي ته په کار دي چې دې ته ورته ځایونو کې پاملرونکی اوسي او په ویره، ژړا او له هغوی څخه پند اخېستلو په حالت کې تېر شي، او په الله تعالی د هغوی له حال څخه پناه وغواړي.
  4. ممانعت او څارنه د ثمود د قوم استوګن ځایونو او نورو هغو امتونو ته شاملیږي چې د دوی په برخلیک اخته شوي او عذاب شوي وي.
  5. د سیاحت، تفریح ​​او داسې نورو چارو لپاره د دې ځایونو له کارولو څخه ممانعت.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي ترکي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه