عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنِينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْها أَنَّهَا قَالَتْ:
أَوَّلُ مَا بُدِئَ بِهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الوَحْيِ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ فِي النَّوْمِ، فَكَانَ لاَ يَرَى رُؤْيَا إِلَّا جَاءَتْ مِثْلَ فَلَقِ الصُّبْحِ، ثُمَّ حُبِّبَ إِلَيْهِ الخَلاَءُ، وَكَانَ يَخْلُو بِغَارِ حِرَاءٍ فَيَتَحَنَّثُ فِيهِ -وَهُوَ التَّعَبُّدُ- اللَّيَالِيَ ذَوَاتِ العَدَدِ قَبْلَ أَنْ يَنْزِعَ إِلَى أَهْلِهِ، وَيَتَزَوَّدُ لِذَلِكَ، ثُمَّ يَرْجِعُ إِلَى خَدِيجَةَ فَيَتَزَوَّدُ لِمِثْلِهَا، حَتَّى جَاءَهُ الحَقُّ وَهُوَ فِي غَارِ حِرَاءٍ، فَجَاءَهُ المَلَكُ فَقَالَ: اقْرَأْ، قَالَ: «مَا أَنَا بِقَارِئٍ» قَالَ: «فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، قُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّانِيَةَ حَتَّى بَلَغَ مِنِّي الجَهْدَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: اقْرَأْ، فَقُلْتُ: مَا أَنَا بِقَارِئٍ، فَأَخَذَنِي فَغَطَّنِي الثَّالِثَةَ ثُمَّ أَرْسَلَنِي، فَقَالَ: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ}»، [العلق:1-3] فَرَجَعَ بِهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَرْجُفُ فُؤَادُهُ، فَدَخَلَ عَلَى خَدِيجَةَ بِنْتِ خُوَيْلِدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، فَقَالَ: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» فَزَمَّلُوهُ حَتَّى ذَهَبَ عَنْهُ الرَّوْعُ، فَقَالَ لِخَدِيجَةَ وَأَخْبَرَهَا الخَبَرَ: «لَقَدْ خَشِيتُ عَلَى نَفْسِي» فَقَالَتْ خَدِيجَةُ: كَلَّا وَاللَّهِ مَا يُخْزِيكَ اللَّهُ أَبَدًا، إِنَّكَ لَتَصِلُ الرَّحِمَ، وَتَحْمِلُ الكَلَّ، وَتَكْسِبُ المَعْدُومَ، وَتَقْرِي الضَّيْفَ، وَتُعِينُ عَلَى نَوَائِبِ الحَقِّ، فَانْطَلَقَتْ بِهِ خَدِيجَةُ حَتَّى أَتَتْ بِهِ وَرَقَةَ بْنَ نَوْفَلِ بْنِ أَسَدِ بْنِ عَبْدِ العُزَّى، ابْنَ عَمِّ خَدِيجَةَ، وَكَانَ امْرَأً تَنَصَّرَ فِي الجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ يَكْتُبُ الكِتَابَ العِبْرَانِيَّ، فَيَكْتُبُ مِنَ الإِنْجِيلِ بِالعِبْرَانِيَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكْتُبَ، وَكَانَ شَيْخًا كَبِيرًا قَدْ عَمِيَ، فَقَالَتْ لَهُ خَدِيجَةُ: يَا ابْنَ عَمِّ، اسْمَعْ مِنَ ابْنِ أَخِيكَ، فَقَالَ لَهُ وَرَقَةُ: يَا ابْنَ أَخِي، مَاذَا تَرَى؟ فَأَخْبَرَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَبَرَ مَا رَأَى، فَقَالَ لَهُ وَرَقَةُ: هَذَا النَّامُوسُ الَّذِي نَزَّلَ اللَّهُ عَلَى مُوسَى، يَا لَيْتَنِي فِيهَا جَذَعًا، لَيْتَنِي أَكُونُ حَيًّا إِذْ يُخْرِجُكَ قَوْمُكَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَوَ مُخْرِجِيَّ هُمْ؟»، قَالَ: نَعَمْ، لَمْ يَأْتِ رَجُلٌ قَطُّ بِمِثْلِ مَا جِئْتَ بِهِ إِلَّا عُودِيَ، وَإِنْ يُدْرِكْنِي يَوْمُكَ أَنْصُرْكَ نَصْرًا مُؤَزَّرًا. ثُمَّ لَمْ يَنْشَبْ وَرَقَةُ أَنْ تُوُفِّيَ، وَفَتَرَ الوَحْيُ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3]
المزيــد ...
له أم المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
لومړی هغه څه چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم - ته پرې له وحی پیل وشو؛ ریښتیني خوبونه وو نو هیڅ خوب به یې نه لیده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به واقع کېده، بیا یې ګوښه والي ته لیوالتیا پیدا شوه، نو د حراء په غار کې به د عبادت په موخه ګوښه کېده او د شمار شپې به یې عبادت کاوه مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي، نو د دې کار لپاره به یې توښه برابروله، بیا به خدیجې ته راته او د هغې په څېر به یې توښه برابره کړه، تر دې چې حق ( جبرائیل - علیه السلام- ) ورته راغی، پداسې حال کې چې هغه د حرا په غار کې و، نو پرېښته ورته راغله او ورته یې وویل: « ولوله، هغه وویل: زه لوستونکی نه یم، وایې: زه یې راونیولم او زور یې راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې ساه مې تنګه شوه، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: ولوله، ما وویل: زه لوستونکی نه یم، نو راویې نیولم، او د دریم ځل لپاره فشار راکړ، بیا یې خوشې کړم، راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَق خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَق اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَم} [العلق:1-3] ولوله په نوم د رب خپل؛ هغه ذات چې پیدا کړی یې دی، پیدا کړی یې دی انسان له پرنډې شوې وینې څخه، ولوله او ستا رب د عزت خاوند دی» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې آیتونو سره خدیجې رضي الله عنها ته راغی پداسې حال کې چې زړه یې لړزېده، او ویې ویل: «زَمِّلُونِي، زَمِّلُونِي» یعنې په کالیو کې مې تاو کړئ، هغوی تاو کړ، تر دې چې وېره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې کېسه وکړه او ویې ویل: «په رښتیا چې په خپل ځان وویریدم» خدیجې وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هېڅکله ذلیل نه کړي، ځکه ته خپلوې پالي، د اړمنو لاسنیوی کوې، ګټوره سوداګري کوي او نورو سره مرسته کوې، میلمه پالې، او په حقه د اړمنو مرسته او ملاتړ کوې، نو خدیجې خپل د تره زوی ورقه بن نوفل بن أسد بن عبد العزا ته وروست چې نصراني و او د جاهلیت پر مهال نصراني شوی و، په عبراني یې کتاب لیکنه کړې وه، داسې لیکنه چې څومره الله وسه ورکړې وه، حال دا چې هغه یو عمر خوړلی انسان و او ړوند شوی و، نو خدیجې ورته وویل: اې د کاکا زويه، له خپل وراره څخه دې واوره، نو ورقه ورته وويل: وراره څه وینې، یعنې څه دې لیدلي دي؟ نو رسول صلی الله عليه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې ليدلي يې و، ورقه ورته وويل: دا هغه ناموس (راز) دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام نازل کړی و، كاش زه هغه مهال ځوان وای ( چې ستا ملاتړ او مرسته مې کړې وه)، کاش زه هغه مهال ژوندی واى چې قوم دې تا ( له وطنه ) وباسي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل: «آيا هغوی به ما وباسي؟» هغه وويل: هو، هر چا چې ستا غوندې څه راوړي، له هغه سره دښمني شوې، که هغه ورځ زه وم نو ټينګه مرسته به دې کوم، بیا ورقه یو څه وخت ژوندی و، بیا مړ شو.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3]
عائشه رضي الله عنها وایي چې لومړی هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پرې وحی پېل شوه؛ هغه ریښتیني خوبونه و چې په خوب کې به یې لیدل، نو هیڅ خوب به یې نه لېده مګر دا چې د روڼ سهار په څېر به رېښیا کېدل، بیا ګوښه والي ته لیواله شو، چې د حرا په غار کې به ګوښه کېده، نو مخکې لدې چې خپلې کورنۍ ته راشي هلته به یې په شمار شپې عبادت کاوه، او د ځان سره به یې توښه وړله، بیا به أم المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته ورګرځیده نو د شپو د شمار په کچه به یې توخه وړله، تر دې چې حقه چاره ورته په داسې حال کې راغله چې دی د حراء په غار کې و. نو پرېښته جبرائیل علیه السلام ورته راغی او ورته یې وویل: ولوله، هغه صلی الله علیه وسلم وویل: زه لوستل نه شم کولی، وایي: راویې نیولم ځانته یې جوښت کړم او زور یې راکړ، تر دې چې زور او سختي راباندې راغله، بیا یې خوشې کړم او ویې ویل: ولوله: ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو په دویم ځل یې زور راکړ تر دې چې سختي راباندې راغله بیا یې خوشي کړم راته یې وویل: ولوله، ما وویل: لوستل نه شم کولی، نو راویې نیولم او په دریم ځل یې زور راکړ راته یې وویل: {اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ. خَلَقَ الإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ} [العلق: 1-3]. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې آیتونو سره خپلې مېرمنې أم المؤمنین خدیجې رضي الله عنها ته په داسې حال کې ورغی چې زړه یې د مرګ له ویرې درزیده او ویې ویل: په جامو کې مې ونغاړئ، په جامو کې مې ونغاړئ، هغوی په جامو کې ونغاړه تر دې چې ویره ترې لاړه، نو خدیجې ته یې وویل، خبره یې کړه او ویې ویل: پر ځان له مرګ څخه وویریدم، نو خدیجې ورته وویل: داسې نه ده، قسم په الله چې الله به دې هیڅکله ذلیل نه کړي، ته هغه څوک یې چې خپلوي پالې، هغه کمزوری پالې چې خپلې چارې مخته وړلای نه شي، هغه فقیر ته خېر رسوې چې هیڅ نه لري، خلکو ته هغه څه ورکوې چې له نورو سره یې نه شي موندلای، میلمه پالې او د حق په چارو کې مرسته کوې. نو خدیجې ورقه بن نوفل بن أسد بن عبد العزی ته ورووست چې هغه یې د تره زوی و، دی هغه سړی و چې جاهلیت یې پرېښی و او نصراني شوی و، له انجیل څخه به یې په عبراني هغه څه لیکل چې الله یې وسه ورکړې وه، حال دا چې عمر خوړلی و او لید یې له لاسه ورکړی و، نو خدیجې ورته وویل: ای د کاکا زویه، له خپل وراره څخه دې واوره، ورقه ورته وویل: ای وراره، څه ګورې (څه دې لیدلي)؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه خبر کړ چې لیدلي یې وو، ورقه ورته وویل: دا جبرائیل دی، هغه چې الله پر موسی علیه السلام نازل کړی و، کاش زه دا مهال ځوان وای، کاش زه هغه مهال ژوندی یم چې قوم دې تا وباسي، هغه صلی الله علیه وسلم وویل: آیا هغوی ما وباسي؟! هغه وویل: هو، هیچا ستا په څېر یو څه نه دي راوړي مګر دا چې زیانمن شوی او دښمني ورسره شوې ده، او که چیرته په هغه ورځ زه ژوندی وم، نو کلکه مرسته به دې وکړم. بیا یو څه وروسته ورقه مړ شو، او وحی د یو څه وخت لپاره وځنډیده.