عَنْ أَنَسٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كَانَتْ عَامَّةُ وَصِيَّةِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ حَضَرَهُ الْمَوْتُ: «الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ، الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ»، حَتَّى جَعَلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُغَرْغِرُ بِهَا صَدْرُهُ، وَمَا يَكَادُ يُفِيضُ بِهَا لِسَانُهُ.
[صحيح] - [رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه] - [مسند أحمد: 12169]
المزيــد ...
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.
[صحيح] - [رواه النسائي في الكبرى وابن ماجه] - [د امام احمد مسند - 12169]
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو زیات وصیت د امت په اړه دا و، حال دا چې د مرګ په سختۍ کې و: پر لمانځه پابند اوسئ، هغه وساتئ، ترې مه بې پروا کېږئ، همداراز د خپلو مملوکانو (غلامانو او وینځو) حقونه ادا کړئ، او له هغوی سره ښه چلند وکړئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وصیت بیا بیا تکراروه، تر دې چې دا خبرې یې په مرۍ کې کولې او په ژبه یې نه شوې تکرارولی.