+ -

عَن عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى أَنَّهُمْ كَانُوا عِنْدَ حُذَيْفَةَ، فَاسْتَسْقَى فَسَقَاهُ مَجُوسِيٌّ، فَلَمَّا وَضَعَ القَدَحَ فِي يَدِهِ رَمَاهُ بِهِ، وَقَالَ: لَوْلاَ أَنِّي نَهَيْتُهُ غَيْرَ مَرَّةٍ وَلاَ مَرَّتَيْنِ -كَأَنَّهُ يَقُولُ: لَمْ أَفْعَلْ هَذَا-، وَلَكِنِّي سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«لاَ تَلْبَسُوا الحَرِيرَ وَلاَ الدِّيبَاجَ، وَلاَ تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالفِضَّةِ، وَلاَ تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا، فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَنَا فِي الآخِرَةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5426]
المزيــد ...

له عبدالرحمن بن ابي لیلی څخه روایت دی چې دوي له حذیفه سره وو، هغه اوبه وغوښتې، نو یو مجوسي اوبه ورکړې، کله یې چې لوښی په لاس کې ورکړ بېرته یې پرې وویشت او ویې ویل: که چېرته مې هغه یو یا دوه ځلې منع کړی نه و - لکه چې غوښتل یې داسې ووایې چې: داسې کار به مې نه و کړی- خو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایلي یې دي:
«لاَ تَلْبَسُوا الحَرِيرَ وَلاَ الدِّيبَاجَ، وَلاَ تَشْرَبُوا فِي آنِيَةِ الذَّهَبِ وَالفِضَّةِ، وَلاَ تَأْكُلُوا فِي صِحَافِهَا، فَإِنَّهَا لَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَنَا فِي الآخِرَةِ». «نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 5426]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه د هر ډول ورېښمو له اغوستلو منع کړي دي. او نارينه او ښځې یې د سرو او سپينو زرو په لوښو کې له خوراک او څښاک څخه منع کړي دي. او ویلي یې دي چې دا د قیامت په ورځ خاص د مومنانو لپاره دي؛ ځکه چې دوي په دنیا کې د الله تعالی د اطاعت له امله ترې ډډه کړې وه. او د کافرانو لپاره په آخرت کې ندي؛ ځکه هغوی په دنیوي ژوند کې د خپلو ښېګڼو په لاسته راوړلو کې بیړه کړې چې دا څیزونه یې کارولي، او د الله له امر څخه یې سرغړونه کړې ده.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه ملاګاسي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د نارینه وو لپاره د غلیظو او نرمو ورېښمو د اغوستلو حراموالی او د هغه چا لپاره سخت ګواښ چې اغوستلي یې دي.
  2. د ښځینه وو لپاره د ورېښمو اغوستل روا دي.
  3. د نارینه او ښځو لپاره د سرو او سپينو زرو په پيالو او کاسو کې د خوړلو او څښلو ممانعت.
  4. په منع کولو کې د حذیفه رضي الله عنه سختوالی، او لامل یې داسې بیان کړ چې هغه څو ځلې د سرو زرو او سپینو زرو د لوښو له کارولو څخه منعه کړې و، خو هغه ترې منع شوی نه و.