عَنْ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ لَبِسَ الحَرِيرَ فِي الدُّنْيَا لَمْ يَلْبَسْهُ فِي الآخِرَةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5834]
المزيــد ...

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5834]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هر هغه څوک چې په دنیا کې ورېښم واغوندي او بیا توبه ونه کړي نو د سزا په توګه به یې په آخرت کې نه اغوندي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له ورېښمو څخه مراد خالص طبيعي ورېښم دي، او کوم چې مصنوعي دي نو حديث هغوی ته نه شاملیږي.
  2. د نارینه وو لپاره د ورېښمو اغوستل حرام دي.
  3. د ورېښمو اغوستلو ممانعت عام دی، چې اغوستلو او خپرولو دواړو ته شاملیږي.
  4. نارینه اجازه لري چې له دوو څخه د څلورو ګوتو د اندازې برابر ورېښم په خپلو جامو کې وکاروي او د کالیو ژۍ او شملې تر جوړې کړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (51)