عَن أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا يَنْظُرُ الرَّجُلُ إِلَى عَوْرَةِ الرَّجُلِ، وَلَا الْمَرْأَةُ إِلَى عَوْرَةِ الْمَرْأَةِ، وَلَا يُفْضِي الرَّجُلُ إِلَى الرَّجُلِ فِي ثَوْبٍ وَاحِدٍ، وَلَا تُفْضِي الْمَرْأَةُ إِلَى الْمَرْأَةِ فِي الثَّوْبِ الْوَاحِدِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع فرمایلې ده چې یو سړی د بل سړي شرمګاه ته وګوري، یا دا چې یوه ښځه د بلې ښځې شرمګاه ته وګوري.
عورت: هر هغه څه ته وایي چې د ښکاره کېدو پر مهال یې د شرم احساس کیږي او د سړي عورت د هغه د نوم او زنګنونو تر منځ دی، او ښځه د پردیو سړیو لپاره ټوله عورت ده او ښځو او نورو محارمو ته هغه ځایونه ښکارولی شي چې د عادت له مخې یې په کور کې ښکاره کوي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې ده چې یو سړی له بل سړي سره په یو لباس او یا د یوې بړستنې لاندې بربنډ ننوځي او لدې چې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یو څادر کې بربنډه ننوځي، ځکه دا د دې لامل ګرځي چې یو د بل عورت لمس کړي، پداسې حال کې چې له لمس کولو څخه یې منع راغلې ده، لکه څرنګه چې ورته له لېدلو څخه راغلې ده، بلکې لمس کول یې لاپسې په ټینګار سره منع شوي، او ځکه چې لدې څخه لوی فساد رامنځته کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. شرمګاوو ته د کتلو ممانعت پرته له ښځې او خاوند څخه چې هغوی یو بل ته کتلی شي.
  2. اسلام د ټولنې پاکوالي ته لېواله دی او هغه لارې بندوي چې د بې حیایۍ لور ته ځي.
  3. د ضرورت په صورت کې د شرمګاه کتل روا دي، لکه درملنه او داسې نور، په دې شرط چې شهوت په کې نه وي.
  4. مسلمان ته امر شوی چې خپل شرمګاه پټه کړي او د نورو له شرمګاه څخه سترګې پټې کړي.
  5. سړي له سړیو او ښځې له ښځو سره د دې لپاره په ځانګړي توګه یاد شوي چې پدې حالاتو کې عورت لوڅیږي او د یو بل عورت ته په اسانۍ سره کتل کیږي.
نور