1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغې (ښځې ) لعنت ویلی چې نورو ته اضافي وېښتان نښلوي او یا له نورو غوښتنه کوي چې دې ته یې ونښلوي، او هغه چې خالونه وهي او یا له نورو غوښتنه کوي چې خالونه ورته ولګوي

عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال:
لعن النبي صلى الله عليه وسلم الوَاصِلَةَ والمُسْتَوْصِلَةَ، والوَاشِمَةَ والمُسْتَوشِمَةَ.

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغې (ښځې ) لعنت ویلی چې نورو ته اضافي وېښتان نښلوي او یا له نورو غوښتنه کوي چې دې ته یې ونښلوي، او هغه چې خالونه وهي او یا له نورو غوښتنه کوي چې خالونه ورته ولګوي.

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 5947

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور ډوله خلکو ته خېراوې کړي چې الله تعالی یې لعنت کړي او د خپل رحمت څخه یې وشړي او لرې یې کړي. لومړی: هغه ښځه چې ځان او یا بلې ښځې پورې اضافي وېښتان نښلوي. دویم: او هغه چې له بلې غوښتنه وکړي چې نور وېښتان ورته کېږدي. دریم: هغه خال لګوونکي ښځه چې د بدن په یو ځای کې په ستنه خالونه ږدي لکه: مخ، لاس او یا سینه او بیا پکې رانجه او داسې نور مواد ږدي، تر څو هغه ځای شین واوړي او یا زرغون رنګ ته واوړي؛ دا کار د ښایست په موخه کوي. څلورم: هغه ښځه چې له نورو غوښتنه کوي دا کار ورته وکړي. او دا کړنې له کبیره ګناهونو څخه دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. ابن حجر ویلي: هغه څه چې منع شوي؛ د وېښتانو سره د وېښتانو نښلول دي، خو که له وېښتانو پرته ورسره بل څه وصل کړي لکه ټوکر یا بل څه، نو دا په ممانعت کې نه راځي.
  2. په ګناه کې د همکارۍ حرمت.
  3. د الله تعالی په خلقت کې د بدلون راوستلو ممانعت؛ ځکه دا جعل او دوکه ده.
  4. په عامه توګه پر هغه چا د لعنت ویلو جواز چې الله او رسول یې پرې لعنت ویلی وي.
  5. زموږ په زمانه کې د وېښتانو د خولۍ کارول (ساختګي وېښتان) په حرام وېښتان نښلولو کې راځي، ځکه چې د کافرانو سره پکې تشبیه ده، همدارنګه دا کار جعل او دوکه ده.
  6. خطابي وايي: د دې شیانو په اړه سخت ګواښ پدې کې د خیانت او دوکې له امله شوی، که چېرته کوم یو ته اجازه ورکړل شوې وای، نو دا به د نورو ډولونو دوکې ته د اجازې ورکولو سبب شوی و، او دا چې په خلقت کې بدلون راوستل پکې هم شامل دي، دې ته د ابن مسعود په حدیث کې پدې وینا سره اشاره شوې ده: "هغه ښځې چې د الله خلقت ته بدلون ورکوي"، الله تعالی ښه پوهېږي.
  7. نووي ویلي: دا کار فاعل او مفعول دواړو ته حرام دی، او هغه ځای چې خال پرې وهل شوی نجس ګرځي، که یې په درملنه لرې کول شوني و نو واجب دي چې درملنه یې وشي، او که له جراحي عملیات پرته لرې کول شوني نه و؛ نو که چېرته یې په پایله کې د بدن د غړي له منځه تلل او یا له کاره لوېدلو وېره وه یا یې بله ناوړه پایله زېږوله نو لرې کول یې واجب نه دي، او که توبه یې وکړه هېڅ ګناه پرې نه پاتې کېږي، او که د هېڅ شي وېره نه وه، نو لرې کول یې پرې لازم دي او په وروسته کولو یې ګناهکارېږي. (خبره) یې پای ته ورسېده.

د ژباړو راړول

38 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية