+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضيَ اللهُ عنهما قَالَ:
رَجَعْنَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ مَكَّةَ إِلَى الْمَدِينَةِ حَتَّى إِذَا كُنَّا بِمَاءٍ بِالطَّرِيقِ تَعَجَّلَ قَوْمٌ عِنْدَ الْعَصْرِ، فَتَوَضَّؤُوا وَهُمْ عِجَالٌ، فَانْتَهَيْنَا إِلَيْهِمْ وَأَعْقَابُهُمْ تَلُوحُ لَمْ يَمَسَّهَا الْمَاءُ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «وَيْلٌ لِلْأَعْقَابِ مِنَ النَّارِ أَسْبِغُوا الْوُضُوءَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 241]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي:
موږ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره له مکې مکرمې بیرته مدینې ته د راستنېدو په حال کې وو، تر دې چې یو ځای کې اوبو ته راورسیدو، نو زموږ ملګرو د مازدیګر پر مهال بیړه وکړه، اودسونه یې وکړل، نو کله چې ورورسېدو پوندې یې معلومیدې چې وچې دي او لمدې شوي ندي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «وَيْلٌ لِلْأَعْقَابِ مِنَ النَّارِ أَسْبِغُوا الْوُضُوءَ» پوندې په اور سره هلاکې دي، اودس بشپړ کړئ».

[صحيح] - - [صحیح مسلم - 241]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو سره له مکې څخه مدینې ته په سفر روان و چې ځینې صحابه کرامو اوبه ولیدې، نو د مازدیګر د لمانځه د ادا کولو لپاره یې په اوداسه کې بیړه وکړه، تر دې چې د پوندو وچوالی یې له ورایه ښکارېده، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هغو خلکو ته په اور کې عذاب او هلاکت دی چې د اودس پر مهال د پوندو په وینځلو کې نیمګړتیا کوي، او بیا یې ورته امر وکړ چې د اودس په بشپړولو کې باید مبالغه وکړي.

ژباړه: اردو اندونیسیایي سنیګالي ژبه هندي ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د اودس پر مهال د پښو وينځل واجب دي، ځکه که مسح کول روا وای، نو د پښو په مینځلو کې غفلت کوونکی به یې په اور سره نه و ګواښلی.
  2. هغه غړي چې وینځل کیږي د ټول غړي بشپړ وینځل واجب دي، او دا چې څوک قصدا او یا د بې پروایۍ له امله د داسې یو غړي د یوې برخې وینځل پرېږدي چې وینځل یې واجب وي، نو لمونځ یې نه صحیح کیږي.
  3. ناپوهانو ته د ښوونې او لارښوونې اهمیت.
  4. کله چې یو عالم د فرضو او یا سنتو په ادا کولو کې غفلت ویني نو غفلت کوونکی په مناسبو اسلوبو سره منع کوي.
  5. محمد بن اسحاق الدهلوي رحمه الله فرمايلي: (بشپړ وینځل) په درې ډوله دي: فرض؛ چې هغه په بشپړه توګه یو ځل د غړي وینځل دي، او سنت چې هغه درې ځلي د یو غړي وینځل دي، او مستحب چې د درې ځلې وینځلو سربېره له ټاکلي حد څخه د غړي اضافه برخه وینځل دي.