1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ

عَنْ أَبِي ثَعْلَبَةَ الخُشَنِيِّ جُرْثُومِ بن نَاشِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَال:
«إِنَّ اللَّهَ فَرَضَ فَرَائِضَ فَلَا تُضَيِّعُوهَا، وَحَدَّ حُدُودًا فَلَا تَعْتَدُوهَا، وَحَرَّمَ أَشْيَاءَ فَلَا تَنْتَهِكُوهَا، وَسَكَتَ عَنْ أَشْيَاءَ رَحْمَةً لَكُمْ غَيْرَ نِسْيَانٍ فَلَا تَبْحَثُوا عَنْهَا».

د ابو ثعلبه الخُشني جُرثوم بن ناشر رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ».

النووي وايي: حسن حديث دی الدار قطني په خپل السنن او نورو کې روايت کړی دی الأربعين النوويه - 30

تشریح

نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبر راکوي چې الله جل جلاله ځینې شيان واجب کړي او فرضونه یې ټاکلي، نو تاسو پرې پابندي وکړئ او په پرېښودلو یا بې‌پروايۍ سره پکې ناغیړي مه کوئ، الله تاسو ته ځینې حدونه ټاکلي او ګواښنې یې درته کړي چې له ناسمو او هغو کړنو مو منع کړي چې هغه یې نه خوښوي، نو په هغه څه کې زیاتوالی مه کوئ چې شریعت پرې امر کړی وي، او ځینې شیان یې حرام کړي نو مه یې کوئ او مه ورته نږدې کيږئ، او له دې پرته یې نور پریښې او پر بندګانو د مهربانۍ له مخې ترې چپ پاتې شوی، نو هغه په خپل اصل یعنې رواوالي سره پاتې دي، نو په اړه یې نورې پلټنې مه کوئ.

د حديث له ګټو څخه

  1. حدیث پر دې دلیل دی چې قانون جوړوونکی (شریعت ټاکونکی) یوازې الله دی، او ټول حکم د هغه سپېڅلي ذات په لاس کې دی.
  2. په حدیث کې د حکم او اباحت له مخې شرعي قواعد رانغاړل شوي دي؛ ځکه شرعي حکم (څو حالتونه لري چې) يا خو یې په اړه صراحت نه وي شوی چې (مسکوت عنه) ورته وایي او يا یې په اړه څرګند حکم بيان شوی وي، نو لدې امله شرعي احکام په لاندې ډول دي: هغه چې امر پرې امر شوی وي: يا په وجوب (حتمي تر سره کولو) او يا په ندب (ترغيب) سره، یا دا چې منع ترې راغلي وي په تحریم او یا کراهت سره او یا دا چې مباح یعنې روا وي.
  3. هغه چې الله تعالی یې په اړه څه نه دي ویلي؛ فرض کړی یې نه دی، حد یې پرې نه دی ټاکلی او نه یې منع کړی نو دا حلال دی.
  4. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زړه پورې تشریح چې په حدیث کې یې (حکمونه) واضح او ښکاره تقسیم کړي دي.
  5. د الله تعالی په فرایضو پابندي واجب ده.
  6. د الله تعالی په پولو (حدودو) تېری کول حرام دي.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو
ډلبندیانې