عَنْ أَمِيرِ المُؤْمِنِينَ أَبِي حَفْصٍ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ فَهِجْرَتُهُ إلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ، وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ لِدُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إلَى مَا هَاجَرَ إلَيْهِ».
[صحيح] - [رواه إماما المحدثين أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري، وأبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري في صحيحيهما اللذين هما أصح الكتب المصنفة] - [الأربعون النووية: 1]
المزيــد ...
له امیر المؤمنین؛ عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
«بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري، او هر چا ته به هماغه (اجر يا بدله) وي چې نيت یې کړی وي، نو چا چې هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره کړی وي، نو د هغه هجرت به (واقعاً) د الله او د رسول لپاره وي؛ او چا چې هجرت د دنيا د (ګټې) لپاره کړی وي چې تر لاسه يې کړي، يا د کومې ښځې لپاره چې نکاح ورسره وکړي، نو د هغه هجرت به (هماغه وي) یعنې د هغه شي لپاره چې هجرت یې ورته کړی دی».
[صحيح] - [رواه إماما المحدثين أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري وأبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري في صحيحيهما اللذين هما أصح الكتب المصنفة] - [الأربعون النووية - 1]
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې هر عمل ته اعتبار په نیت سره ورکول کیږي، او دا حکم په ټولو عملونو کې عام دی، خواه که عبادات وي او یا معاملات، نو چا چې په خپل عمل سره د کومې ګټې اراده وکړه، نو له هغې ګټې پرته ورته بل څه نشته او ثواب یې هم نه کیږي، او چا چې په خپل عمل سره الله تعالی ته د نږدې والي اراده وکړه نو په عمل به یې اجر او ثواب تر لاسه کړي که څه هم هغه یو عادي عمل وي، لکه خوراک او څښاک.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملونو کې د نیت اغېزه داسې بیان کړه چې سره لدې چې په ښکاره به عملونه سره یو شی وي، خو چا چې په هجرت او وطن پرېښودلو سره د الله د رضا اراده وکړه، نو هجرت یې شرعي او د الله تعالی په نېز قبول شوی هجرت دی او د نیت د اخلاص له امله ورته ثواب ورکول کیږي، او چا چې په هجرت سره د دنیوي ګټې اراده وکړه، نو له هجرت څخه یې له همغې ګټې پرته چې نیت یې کړی وي بل څه په لاس نه راوړي او هېڅ اجر او ثواب ورته نشته.