عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه قَالَ: كُنَّا عِنْدَ عُمَرَ رضي الله عنه، فَقَالَ: أَيُّكُمْ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَذْكُرُ الْفِتَنَ؟ فَقَالَ قوْمٌ: نَحْنُ سَمِعْنَاهُ، فَقَالَ: لَعَلَّكُمْ تَعْنُونَ فِتْنَةَ الرَّجُلِ فِي أَهْلِهِ وَجَارِهِ؟ قَالُوا: أَجَلْ، قَالَ: تِلْكَ تُكَفِّرُهَا الصَّلَاةُ وَالصِّيَامُ وَالصَّدَقَةُ، وَلَكِنْ أَيُّكُمْ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَذْكُرُ الَّتِي تَمُوجُ مَوْجَ الْبَحْرِ؟ قَالَ حُذَيْفَةُ: فَأَسْكَتَ الْقَوْمُ، فَقُلْتُ: أَنَا، قَالَ: أَنْتَ لِلَّهِ أَبُوكَ، قَالَ حُذَيْفَةُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«تُعْرَضُ الْفِتَنُ عَلَى الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا، فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ، حَتَّى تَصِيرَ عَلَى قَلْبَيْنِ، عَلَى أَبْيَضَ مِثْلِ الصَّفَا فَلَا تَضُرُّهُ فِتْنَةٌ مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ، وَالْآخَرُ أَسْوَدُ مُرْبَادًّا كَالْكُوزِ، مُجَخِّيًا لَا يَعْرِفُ مَعْرُوفًا، وَلَا يُنْكِرُ مُنْكَرًا، إِلَّا مَا أُشْرِبَ مِنْ هَوَاهُ»، قَالَ حُذَيْفَةُ: وَحَدَّثْتُهُ، أَنَّ بَيْنَكَ وَبَيْنَهَا بَابًا مُغْلَقًا يُوشِكُ أَنْ يُكْسَرَ، قَالَ عُمَرُ: أَكَسْرًا لَا أَبَا لَكَ؟ فَلَوْ أَنَّهُ فُتِحَ لَعَلَّهُ كَانَ يُعَادُ، قُلْتُ: لَا بَلْ يُكْسَرُ، وَحَدَّثْتُهُ أَنَّ ذَلِكَ الْبَابَ رَجُلٌ يُقْتَلُ أَوْ يَمُوتُ حَدِيثًا لَيْسَ بِالْأَغَالِيطِ. قَالَ أَبُو خَالِدٍ: فَقُلْتُ لِسَعْدٍ: يَا أَبَا مَالِكٍ، مَا أَسْوَدُ مُرْبَادٌّ؟ قَالَ: شِدَّةُ الْبَيَاضِ فِي سَوَادٍ، قَالَ: قُلْتُ: فَمَا الْكُوزُ مُجَخِّيًا؟ قَالَ: مَنْكُوسًا.
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 144]
المزيــد ...
له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ له عمر رضي الله عنه سره وو، نو هغه وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې د فتنو په اړه یې یادونه کړي وي؟ ځینو وویل: موږ ترې اوریدلي، هغه وویل: کیدی شي ستاسو موخه هغه فتنه او امتحان وي چې د سړي په خپلې کورنۍ او ګاونډي کې وي؟ هغوی وویل: هو، ده وویل: دا نو هغه فتنه ده چې لمونځ، روژه او صدقه یې کفاره ګرځیدلی شي، خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي د هغه فتنې په اړه یې یادونه کړې وي چې لکه د دریاب د څپو په څېر څپې وهي؟ حذیفة وویل: خلک چپ شول، نو ما وویل: ما اوریدلي، هغه وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې راوړی دی، حذیفة وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي.
«فتنې پر زړونو داسې را اوړي لکه د پُوزي (حصیر) په څېر چې لوښه لوښه (اوبدل شوی وي)، نو کوم زړه چې فتنه ومني، په هغه کې یوه تور ټکی وشي او کوم زړه یې چې رد کړي په هغه کې یو سپین ټکی وشي، تر دې چې د دوو زړونو درلودونکی شي: یو داسې سپین زړه چې لکه صفا ډبره، چې هیڅ فتنه به یې اغیزمن نه کړي تر څو چې اسمانونه او ځمکه وي؛ او بل تور چې خړوالي ته مایل وي (مرباد) زړه، لکه چپه شوی لوښی، چې نه نیکي پېژني او نه له بدۍ انکار کوي، هغه څه کوي چې خواهش یې لري»، حذیفه وایي:ما عمر ته دا هم وویل چې ستا او د فتنو ترمنځ یوه تړلې دروازه ده چې ژر ده ماته شي، عمر وویل: «ماته شي؟ دا ورته سخته ښکاره شوه (ځکه ماته شوې لکه د پرانېستل شوې په څېر نه وي نو ځکه یې هیله مندي وښوده چې) که پرانیستل شوې وای، ښايي بېرته تړل شوې وای» ما وویل: «نه، بلکې ماته به شي» او ما هغه ته وویل چې دا دروازه یو سړی دی چې یا به ووژل شي او یا به وفات شي — دا خبره مبهمه نه وه، ابو خالد وایي: ما سعد ته وویل: «ای ابو مالکه! دا (أَسْوَدُ مُرْبَادٌّ) څه معنا؟» هغه وویل: «په تور کې سخت سپېنوالی» وایي ما وویل: «(الْكُوزُ مُجَخِّيًا) څه معنا لري؟» هغه وویل: «یعنې چپه شوی لوښی»
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 144]
امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضی الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهم په ډله کې ناست و، نو هغوی ته یې وویل: په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فتنو په اړه څه اوریدلي دي؟ ځینو یې وویل: موږ ترې اوریدلي چې د فتنو یادونه یې کوله، نو عمر رضي الله عنه وویل: کیدی شي ستاسو موخه هغه فتنه وي چې له امله یې یو سړی د خپلو نږدې کسانو اړوند له ازموینې سره مخ شي لکه: د ښځې او یا اولاد سره د ډېر مینې له امله، یا دا چې سختي پرې کوي، او یا ورسره له ډیرې ښېګڼې کولو څخه په نورو کارونو بوخت شي، یا د هغوی د حقونو په پوره کولو، د هغوی په روزنه او تعلیم کې د غفلت له امله، په ورته ډول، د یو سړي په خپل ګاونډي او داسې نورو کې فتنه، شاید ستاسو مطلب دا وي؟ هغوی وویل: هو، نو ویې ویل: دا خو هغه فتنې دي چې محاسبه غواړي او له ډلې یې هغه ګناهونه دي چې تمه شته په نیکیو سره وبښل شي لکه: په لمانځه، روژې او صدقې سره . خو په تاسو کې چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې د عامو فتنو یادونه یې کړې وي، هغه چې ډیر سختې او لوی وي او ډیر خپرېدل یې خلک داسې وارخطا کوي لکه د دریاب څپې یې چې وارخطا کوي؟ نو خلک چپ شول، حذیفة بن الیمان رضي الله عنهما وویل: ما ترې اوریدلي، نو عمر رضي الله عنه خوشحاله شو، او ورته یې وویل: په پلار دې آفرین شه چې ستا په څېر اولاد یې زیږولی؛ ووایه، حذیفة وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: فتنې به راښکاره شي او د انسان د زړه پورې به داسې ونښلي لکه څنګه چې پُوزی د ویده انسان د ډډو پورې نښلي، او د فتنو د سختوالي له امله به زړه اغیزمن کړي، دا فتنې به یوه د بلې پسې تکراریږي، نو کوم زړه ته چې ننوته، هغه خوښه کړه او داسې ورسره ګډه شوه لکه څنګه چې څښاک بدن ته داخلیږي؛ نو د هغه انسان په زړه کې به تور ټکی کېښودل شي، او کوم زړه یې چې رد کړي، نو په هغه زړه کې به یو سپین ټکی کېښودل شي، تر دې چې زړونه به دوه ډوله شي؛ یو سپین زړه درلودونکی چې په سخت سپینوالي سره به غوټه شوی وي او له نېمګړتیاوو به سلامت پاتې وي، او فتنه به ورته نه وي رسیدلي او هیڅ اغیز به یې پرې نه وي کړی لکه د یوې خویه ډبرې په څېر چې هیڅ شی ورپورې نه نښلي، نو فتنه به ورته هیڅ زیان ونه رسوي، تر دې چې د الله تعالی حضور ته ورشي. او بل زړه به هغه وي چې د فتنو له امله یې رنګ تور اوښتی وي، لکه د کږې یا چپه کوزې په څېر چې اوبه پکې نه ټینګیږي، نو دا زړه به هم همداسې وي چې نه ورپورې خېر نښلی او نه پوهه او حکمت، نه به نیکي پیژني او نه به له بدۍ انکار کوي، مګر هغه څه به کوي چې هغه یې خواهش لري. او حذیفه عمر ته وویل: دا فتنې به ستا په ژوند کې یوه هم راښکاره نه شي، ځکه ستا او د هغوی تر منځ یوه بنده دروازه ده چې نږدې ده ماته شي، عمر وویل: آیا په ماتېدو سره به ماتیږي؟ که چېرته خلاصه شوې وای، کېدی شي بېرته پورې شوې وه، حذیفه وویل: نه، بلکې ماتیږي به، او دا دروازه یو سړی دی چې هغه به وژل کیږي او یا به مړ کیږي. او ما چې د څه یادونه وکړه دا یو منل شوی کره خبر دی، نه دې د لیکوالانو له کتابچو څخه دی او نه د چا نظر دی، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی.