ډلبندي: فضایل او آداب .
+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 48]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ». "مسلمان ته کنځل کول فسق دی، او له هغه سره جنګ کول کفر دی".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 48]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان له دې منع کړی چې خپل مسلمان ورور ته سپکې سپورې ووایي او دا یو ډول فسق او د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اطاعت څخه وتل دي، او مسلمان ورور سره جګړه کول یو ډول کفري عمل دی، خو کوچنی کفر دی (چې مرتکب یې د اسلام له دایرې څخه نه وځي).

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د مسلمان د عزت او وینې درناوی ساتل فرض دي.
  2. په ناحقه مسلمان ته سپکاوی کول لوی (خطرناک) برخلیک لري، څوک چې په ناحقه سپکې سپورې وایي هغه فاسق دی.
  3. مسلمان ته سپکې سپورې ویل او ورسره جګړه کول ایمان کموي او کمزوری کوي.
  4. ځینې ​​کړنې کفر بلل کیږي؛ که څه هم هغه لوی کفر ته ونه رسیږي چې انسان پرې د اسلام له دین څخه وځي.
  5. د اهل سنت په اند دلته له کفر څخه مراد هغه کوچنی کفر دی چې له مخې یې څوک له دين څخه نه وځي. ځکه چې الله تعالی مومنان د جګړې او لانجې په حالت کې هم یو د بل ایماني ورونه بللي، الله تعالی فرمایلي دي: (وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا) یعنې: او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله وكړئ. د الله تعالی تر دې وینا پورې: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ). یعنې: (بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي).
نور