عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«أَرَأَيْتُمْ لَوْ أَنَّ نَهَرًا بِبَابِ أَحَدِكُمْ يَغْتَسِلُ فِيهِ كُلَّ يَوْمٍ خَمْسًا، مَا تَقُولُ ذَلِكَ يُبْقِي مِنْ دَرَنِهِ؟» قَالُوا: لَا يُبْقِي مِنْ دَرَنِهِ شَيْئًا، قَالَ: «فَذَلِكَ مِثْلُ الصَّلَوَاتِ الخَمْسِ، يَمْحُو اللَّهُ بِهِ الخَطَايَا».
المزيد
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي یې چې فرمایل یې:
«خبر راکړئ چي که ستاسو څخه د يو چا د دروازې په خوله کې یو نهر وي چي هغه پکې د ورځې پنځه ځلي غسل کوي، نو څه وايئ چې په هغه کي به څه خیری پاتې شي؟» هغوی وویل: نه هیڅ خیری به یې پاتې نه شي، ویې فرمایل: همدا د پنځه وخته لمونځونو مثال دی، چې الله جل جلاله پرې ګناهونه پاکوي».