عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، ابْنُ جُدْعَانَ كَانَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ يَصِلُ الرَّحِمَ، وَيُطْعِمُ الْمِسْكِينَ، فَهَلْ ذَاكَ نَافِعُهُ؟ قَالَ: «لَا يَنْفَعُهُ، إِنَّهُ لَمْ يَقُلْ يَوْمًا: رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې وایې:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، ابْنُ جُدْعَانَ كَانَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ يَصِلُ الرَّحِمَ، وَيُطْعِمُ الْمِسْكِينَ، فَهَلْ ذَاكَ نَافِعُهُ؟ قَالَ: «لَا يَنْفَعُهُ، إِنَّهُ لَمْ يَقُلْ يَوْمًا: رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ». «ما وویل: اې د الله رسوله، ابن جدعان به په جاهلیت کې خپلوي ( صله رحمي ) پاللـه او مسکینانو ته به یې ډوډۍ ورکوله، نو آیا دا - کارونه - ورته ګټه رسوي؟ هغه وفرمایل: « ګټه ورته نه رسوي، هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن جدعان په اړه چې له اسلام څخه مخکې د قریشو له مشرانو څخه و، وفرمایل: د هغه له نیکو اعمالو څخه دا دي چې خپلوانو سره خپلولي پالي، له هغوی سره نیکي کوي، مسکینانو ته خواړه ورکوي او داسې نور نیک کارونه کوي چې اسلام یې په تر سره کولو ټینګار کړی دی، نو په الله تعالی باندې د هغه د کفر له امله ورته دا کارونه په آخرت کې هیڅ ګټه نه رسوي، ځکه هغه یوه ورځ هم ندي ویلي چې: ربه، د قیامت په ورځ زما ګناه راوبخښه.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ایمان د فضیلت بیان، او دا چې - ایمان - د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
  2. د کفر د بدبختۍ بیان، او دا چې - کفر - د نیکو کارونو د له منځه وړونکو څخه یو دی.
  3. کافرانو ته په آخرت کې د هغوی علمونه ګټه نه رسوي، ځکه چې دوی په الله او د آخرت په ورځ ایمان نه لري.
  4. د کفر په صورت کې د انسان عملونه د هغه لپاره لیکل کیږي، که چیرې هغه مسلمان شي نو هغه ته پرې بدله ورکول کیږي.
نور