عَنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«الْيَهُودُ مَغْضُوبٌ عَلَيْهِمْ، وَالنَّصَارَى ضُلَّالٌ».
[صحيح] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...
له عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الْيَهُودُ مَغْضُوبٌ عَلَيْهِمْ، وَالنَّصَارَى ضُلَّالٌ».
«یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».
صحيح - ترمذی روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یهود یو داسې قوم دي چې الله پرې قهر شوی دی؛ ځکه چې دوی حق وپېژانده خو عمل یې پرې ونه کړ. او نصارا ګمراه قوم دي، ځکه چې له علم او پوهې پرته یې عمل وکړ.