عَنْ ‌عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ:
تَلَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذِهِ الْآيَةَ: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا رَأَيْتِ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ سَمَّى اللهُ، فَاحْذَرُوهُمْ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي:
تَلَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَذِهِ الْآيَةَ: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَإِذَا رَأَيْتِ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ سَمَّى اللهُ، فَاحْذَرُوهُمْ». رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} چې پدې کې الله پاک خبر ورکوي چې دی هغه ذات دی چې پر خپل پیغمبر یې قرآن نازل کړی، له هغه څخه ځینې د څرګند دلالت لرونکي آیتونه دي چې حکمونه یې معلوم دي، هېڅ ناڅرګندوالی پکې نشته، نو دا د کتاب اصل او مرجع دی، او د اختلاف پر مهال ورته رجوع کیږي، او داسې نور آيتونه هم شته چې له يو څخه زياتې معناوې لري، چې معنا يې پر ځينو خلکو ګډوډويږي او يا ګمان کوي چې د هغه او بل آیت تر منځه تضاد دی، بیا الله تعالی لدې آیتونو سره د خلکو تعامل په ډاګه کړ، نو د هغه چا په زړونو کې چې له حق څخه کوږوالی شتون ولري، هغوی محکم آیتونه پریږدي او احتمالي متشابه آیتونو باندې عمل کوي، پدې سره غواړي چې شکونه او شبهې راوپاروي او خلک ګمراه کړي او پدې سره غواړي چې آیتونه د خپلې خوښې پر اساس تاویل کړي، او هغه کسان چې په علم کې ثابت دي، نو هغوی پر دې متشابهاتو پوهیږي او محکمو آیتونو ته یې راجع کوي او ایمان پرې لري چې دا د الله پاک له لورې دي، او شوني نده چې تعارض او ګډوډي دې سره ولري، مګر دا هغه څه دي چې پدې یوازې د سالم ذهن لرونکي خلک پند اخلي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو مور عایشې رضی الله عنها ته وفرمایل چې: کله یې دا ډول خلک ولیدل چې د متشابهاتو پسې ګرځېدل نو یقینا همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې پدې وینا کې یادونه کړې ده چې فرمايي: {فأما الذين في قلوبهم زيغ} (یعني او هغه کسان چې په زړونو کې یې کوږوالی دی ) نو له هغوی څخه ځان وساتئ او غوږ ورته مه نیسئ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم له آیتونو څخه هغه محکم دي چې: دلالت او معنا یې واضحه وي، او متشابه: هغه آیتونه دي چې له یوې معنا څخه د زیاتو احتمال ولري، همدارنګه غور او پوهې ته اړتیا ولري.
  2. د منحرفو، بدعتیانو او هغه خلکو په اړه خبرداری چې د خلکو د ګمراه کولو لپاره ستونزې او شکونه رامنځته کوي.
  3. د الله تعالی پدې وینا سره د آیت پای ته رسیدل چې فرمايي:{وما يذكر إلا أولو الألباب} یعنې او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان) پدې کې د هغو خلکو څخه پرده پورته شوي چې تل حیران، زړه نا زړه وي او سمه لار نه مومي. او د ثابت قدمو خلکو صفت پکې شوی: یعنې هغه خلک چې پند او عبرت نه اخلي د خپلې خوښې پيروي کوي نو هغوی هېڅکله د سالم عقل خاوندان ندي.
  4. د متشابهاتو پيروي د زړه د کوږوالي لامل ګرځي.
  5. واجب ده چې متشابه آيتونه؛ هغه چې معنا یې واضحه نه وي محکمو آیتونو ته راجع شي.
  6. الله تعالی د خلکو د امتحان لپاره د قران کریم ځینې آیتونه محکم او ځینې نور یې متشابه ګرځولي تر څو د ایمان خاوندان له ګمراهانو څخه جلا شي.
  7. په قرآن کریم کې د متشابهاتو په شتون کې په نورو باندې د عالمانو د فضیلت اظهار دی. او عقلونو ته یې د کوتاهۍ په اړه خبرداری دی چې په خپلې عاجزۍ اعتراف وکړي.
  8. په علم کې د رسوخیت فضیلت او په هغه کې د ثبات اړتیا.
  9. پدې آیت کې: { وما يعلم تأويله إلا الله والراسخون في العلم } د ( الله ) په کلمه باندې په ودرېدلو کې مفسرین دوه قوله لري: څوک چې په ( الله ) کلمه وقف وکړي نو په تاویل سره به مراد د یو شي په حقیقت او جوهر پوهېدل مراد وي او هغه څه چې پوهېدل پرې ناشوني وي لکه: روح او قیامت؛ هر هغه څه چې الله تعالی پرې پوهېدل ځانته ځانګړي کړي وي، او څوک چې د ( الله ) کلمه وصل کړي او وقف پرې ونه کړي نو له تاویل څخه به مراد تفسیر، پلټنه او وضاحت وي، نو معنا به یې داسې وي چې الله پرې پوهیږي او په علم کې د رسوخ خاوندان پرې هم پوهیږي، نو ایمان پرې راوړي او محکم ته یې راجع کوي.