‌عن عَلِيٍّ قَالَ: إِنِّي كُنْتُ رَجُلًا إِذَا سَمِعْتُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَدِيثًا نَفَعَنِي اللهُ مِنْهُ بِمَا شَاءَ أَنْ يَنْفَعَنِي بِهِ، وَإِذَا حَدَّثَنِي رَجُلٌ مِنْ أَصْحَابِهِ اسْتَحْلَفْتُهُ، فَإِذَا حَلَفَ لِي صَدَّقْتُهُ، وَإِنَّهُ حَدَّثَنِي ‌أَبُو بَكْرٍ، وَصَدَقَ أَبُو بَكْرٍ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَا مِنْ رَجُلٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا، ثُمَّ يَقُومُ فَيَتَطَهَّرُ، ثُمَّ يُصَلِّي، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللهَ، إِلَّا غَفَرَ اللهُ لَهُ»، ثُمَّ قَرَأَ هَذِهِ الْآيَةَ: {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} [آل عمران: 135].

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له علي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه داسې یو سړی وم چې کله به مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو حدیث واورېد نو الله به چې څومره غوښتلي و ماته به یې پرې ګټه راورسوله او كله به چې هغوى ماته یو روايت بیاناوه نو ما به قسم ورکاوه، نو کله به یې چې راته قسم وکړ بیا به مې پرې باور وکړ، او یقینا چې أبوبکر راته حدیث بیان کړی او رښتیا یې ویلي، وایې چې ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«مَا مِنْ رَجُلٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا، ثُمَّ يَقُومُ فَيَتَطَهَّرُ، ثُمَّ يُصَلِّي، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللهَ، إِلَّا غَفَرَ اللهُ لَهُ»، ثُمَّ قَرَأَ هَذِهِ الْآيَةَ: {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} [آل عمران: 135]. «هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].

صحيح - ابوداود روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله یو بنده کومه ګناه وکړي، بیا په ښه توګه اودس وکړي، بیا پاڅیږي او له نوموړې ګناه څخه د توبې ویستلو په نیت دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا له الله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به ورته بخښنه وکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا وینا ولوستله: {والذين إذا فعلوا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم ومن يغفر الذنوب إلا الله ولم يصروا على ما فعلوا وهم يعلمون} (او هغه کسان چې کله دوی کومه لویه ګناه وکړي یا په خپلو ځانونو ظلم وکړي، نو الله یاد کړي او د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي او څوک دی چې له الله پرته ګناهونه وبخښي او بیا استمرار نه کوي پر هغه ګناه چې کړې یې ده، حال دا چې دوی پوهیږي (چې مونږ ګناه کړې ده). [آل عمران سورت: 135 آیت].

ژباړه: انګلیسي فرانسوي اردو اندونیسیایي بوسنیایي چینایي فارسي هندي سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په لمانځه ټېنګار، او بیا له ګناه کولو وروسته بخښنه غوښتل.
  2. د الله تعالی د بخښنې پراخوالی او دا چې توبه قبلوي او بخښنه کوي.