عَنْ ‌عَائِشَةَ رضي الله عنها:
أَنَّ رَجُلًا قَعَدَ بَيْنَ يَدَيِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ لِي مَمْلُوكِينَ يَكْذِبُونَنِي وَيَخُونُونَنِي وَيَعْصُونَنِي، وَأَشْتُمُهُمْ وَأَضْرِبُهُمْ، فَكَيْفَ أَنَا مِنْهُمْ؟ قَالَ: «يُحْسَبُ مَا خَانُوكَ وَعَصَوْكَ وَكَذَّبُوكَ وَعِقَابُكَ إِيَّاهُمْ، فَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ بِقَدْرِ ذُنُوبِهِمْ كَانَ كَفَافًا، لَا لَكَ وَلَا عَلَيْكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ دُونَ ذُنُوبِهِمْ كَانَ فَضْلًا لَكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَوْقَ ذُنُوبِهِمُ اقْتُصَّ لَهُمْ مِنْكَ الْفَضْلُ»، قَالَ: فَتَنَحَّى الرَّجُلُ فَجَعَلَ يَبْكِي وَيَهْتِفُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا تَقْرَأُ كِتَابَ اللهِ: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا}، الْآيَةَ»، فَقَالَ الرَّجُلُ: وَاللهِ يَا رَسُولَ اللهِ، مَا أَجِدُ لِي وَلهُمْ شَيْئًا خَيْرًا مِنْ مُفَارَقَتِهِمْ، أُشْهِدُكَ أَنَّهُمْ أَحْرَارٌ كُلُّهُمْ.

[ضعيف] - [رواه الترمذي]
المزيــد ...

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی:
أَنَّ رَجُلًا قَعَدَ بَيْنَ يَدَيِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ لِي مَمْلُوكِينَ يَكْذِبُونَنِي وَيَخُونُونَنِي وَيَعْصُونَنِي، وَأَشْتُمُهُمْ وَأَضْرِبُهُمْ، فَكَيْفَ أَنَا مِنْهُمْ؟ قَالَ: «يُحْسَبُ مَا خَانُوكَ وَعَصَوْكَ وَكَذَّبُوكَ وَعِقَابُكَ إِيَّاهُمْ، فَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ بِقَدْرِ ذُنُوبِهِمْ كَانَ كَفَافًا، لَا لَكَ وَلَا عَلَيْكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ دُونَ ذُنُوبِهِمْ كَانَ فَضْلًا لَكَ، وَإِنْ كَانَ عِقَابُكَ إِيَّاهُمْ فَوْقَ ذُنُوبِهِمُ اقْتُصَّ لَهُمْ مِنْكَ الْفَضْلُ»، قَالَ: فَتَنَحَّى الرَّجُلُ فَجَعَلَ يَبْكِي وَيَهْتِفُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَمَا تَقْرَأُ كِتَابَ اللهِ: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا}، الْآيَةَ»، فَقَالَ الرَّجُلُ: وَاللهِ يَا رَسُولَ اللهِ، مَا أَجِدُ لِي وَلهُمْ شَيْئًا خَيْرًا مِنْ مُفَارَقَتِهِمْ، أُشْهِدُكَ أَنَّهُمْ أَحْرَارٌ كُلُّهُمْ. یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته کېناست او ویې ویل: اې د الله رسوله! زه داسې غلامان لرم چې راته دروغ وایي، راسره خیانت کوي، او نافرماني مي کوي، زه ورته کنځلې کوم او وهم یې، نو زما حال د دوی سره څنګه دی؟ ویې فرمایل: « هر هغه څه حسابیږي چې له تاسره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي، او هغوی ته ستا جزا ورکول هم حسابیږي، نو که چېرته ستا جزا د هغوی د ګناه په اندازه وي نو دواړه سره برابر دي، نه پرې ستا څه شته او نه یې پر تا څه شته، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه لږه وي نو ستا لخوا ورسره نېکي ده او اجر یې شته، او که چېرته هغوی ته ستا جزا ورکول د هغوی له ګناه څخه ډیره وي نو د هغه زیاتوالي په اندازه به د هغوی لپاره ستا نه قصاص واخېستل شي»، وایي سړی څنډې ته شو او په ژړا او چغو یې پیل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « آیا ته د الله تعالی کتاب نه لولې: {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا}، الْآيَةَ»، یعنې ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو) نو سړي وویل: قسم په الله اې د الله رسوله! زه د ځان او هغوی لپاره لدې پرته بل څه غوره نه ګڼم پرته لدې چې هغوی ازاد کړم، زه تا ګواه ګرځوم پدې چې هغوی ټول آزاد دي.

صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د خپلو غلامانو له کړنو څخه یې ورته شکایت وکړ او دا چې هغوی ورته په خبرو کې دروغ وایي، په امانت کې ورسره خیانت کوي، په کارونو کې ورسره دوکه کوي، او امر یې نه مني، او دی ورته کنځل کوي او وهي یې تر څو په ادب شي، نو د قیامت په ورځ یې د خپل حال په اړه ترې پوښتنه وکړه؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه څه حساب ورسره کیږي چې تا سره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي دي او ستا جزا چې هغوی ته دې ورکړې ده هم حسابیږي، نو که چېرته د جزا اندازه د هغوی له ګناه سره برابره شوه، نو ستا پرې هېڅ نشته او نه د هغوی پر تا څه شته، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه لږه وه، نو ستا لپاره فضیلت او په اجر کې زیاتوالی دی، او که چېرته ستا جزا د هغوی له ګناه څخه زیاته وه نو جزا به درکړل شي، او زیاتوالی به درڅخه واخیستل شي او هغوی ته به ورکړل شي، نو سړی په څنډه شو او په لوړ غږ یې ژړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ته د الله کتاب نه لولې - چې فرمایي - {ونضع الموازين القسط ليوم القيامة فلا تُظلم نفسٌ شيئًا، وإن كان مثقال حبة من خردل أتينا بها وكفى بنا حاسبين} [الأنبياء: 47]، یعنې: ( او د قیامت په ورځ به مونږ ډېرې د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو) او تلې به د خلکو تر منځه د انصاف لپاره کېښودل شي، نو سړي وویل: قسم په الله اې د الله رسوله! زه د خپل ځان او هغوی لپاره لدې هېڅ شي غوره نه مومم پرته لدې چې هغوی له ځانه څخه جلا او پرېږدم، زه تا ګواه ګرځوم چې هغوی ټول د الله د رضا لپاره آزاد دي، د حساب عذاب له وېرې.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی د عذاب له وېرې د غلامانو په ازادولو کې د صحابي ریښتینولي.
  2. له ظالم څخه قصاص اخیستل، که چېرته یې قصاص او ظلم سره برابر وي او یا ترې لږ وي نو دا - کار - جایز دی، او - په سزا کې - ډیروالی حرام دی.
  3. له خادمانو او ضعیفانو سره په نیکۍ کولو ټېنګار.
نور