1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث له یو انسان څخه بل ته په طبیعي توګه د ناروغۍ انتقالېدل، ښي لور او کیڼ لور ته د مرغۍ په الوتلو بدفال نیول، د صفر په میاشت بدفالي نشته، او له مجذوم څخه داسې وتښتئ لکه چې له زمري څخه تښتئ

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، وَلاَ هَامَةَ وَلاَ صَفَرَ، وَفِرَّ مِنَ المَجْذُومِ كَمَا تَفِرُّ مِنَ الأَسَدِ».

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«له یو انسان څخه بل ته په طبیعي توګه د ناروغۍ انتقالېدل، ښي لور او کیڼ لور ته د مرغۍ په الوتلو بدفال نیول، د صفر په میاشت بدفالي نشته، او له مجذوم څخه داسې وتښتئ لکه چې له زمري څخه تښتئ.».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 5707

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې ځينې کارونه بیان کړل او په اړه یې خبرداری ورکړ، او دا یې واضحه کړه چې چارې د الله په لاس کې دي او دا چې هر کار د الله په امر او تقدیر سره کیږي، او هغه په لاندې ډول دي:
لومړی: د اسلام نه مخکې خلک په دې باور وو چي ناروغي پخپله ساري ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې عقېدې څخه منع وفرمایله چې ناروغي له یو ناروغ څخه بل ته په خپله ځي؛ نو الله تعالی په کائناتو کې تصرف کوي او همغه ذات دی چې ناروغي رالیږي او یا یې لرې کوي، او دا کارونه یوازې د هغه په اراده او تقدیر سره کیږي.
دویم: د جاهلیت خلک به چې کله په سفر او یا سوداګرۍ وتل نو یوه مرغۍ به یې خوشې کړه، که ښي اړخ ته به والوته نو یو بل ته به یې سره زیری ورکړ او که چېرته به کیڼ لور ته والوته نو بد فال به یې ونیوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مرغۍ له بدفالۍ څخه منع وفرمایله او څرګنده یې کړه چې دا یوه باطله عقیده ده.
دريم: د جاهلیت د وخت خلکو به ویل: کله چې بوم مرغۍ (ګونګی) په یو کور کیني، نو د هغه کور پر خلکو يو آفت راځي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې کار له بد فالۍ څخه منع وفرمایله.
څلورم: د صفر میاشتې په اړه چې د قمري میاشتو دویمه میاشت ده بدفال نیول حرام دي. او ویل شوي چې صفر: یو ډول مار دی چې د مېږو او خلکو په ګېډو کې پېدا کیږي، دوی ادعا کوله چې دا له جرب مرض (هغه ناروغي چې د انسان د بدن غړي خوري) څخه زیات ساري دی، نو لدې عقېدې څخه یې منع وفرمایله.
پنځم: د جذام له مرض څخه د ځان ساتلو په موخه په جذام له اخته شوي انسان څخه په لرې پاتې کېدلو یې امر وکړ لکه څنګه چې انسان له زمري څخه لرې کیږي، دا د ځان ساتلو او د هغو اسبابو د کارولو له امله چې الله تعالی پرې امر کړی، او جذام داسې یوه ناروغي ده چې له امله یې د انسان د بدن هډوکي له منځه ځي او خوړل کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په الله تعالی توکل او په هر څه کې په هغه تکیه کول واجب دي، او د شرعي اسبابو کارول.
  2. د الله جل جلاله په قضا او قدر ایمان لرل، او دا چې اسباب د الله تعالی په لاس کې دي، او دی همغه ذات دی چې د کار وړ یې ګرځوي او یا یې بې تاثیره کوي.
  3. د ځینو خلکو د باورونو باطلول چې په رنګونو بد فال نیسي لکه: تور، سور، او یا په ځینو شمېرو، نومونو او معلولو اشخاصو.
  4. د جذام او په ساري ناروغیو اخته کسانو ته له نږدې کېدو څخه مخنیوی له هغو اسبابو څخه دي چې الله تعالی د دې مرضونو شتون د اسبابو د شتون پورې تړلی دی، نو کله یې چې سبب موجود شي مرض موجودېږي؛ خو اسباب هم خپلواک نه دي او په خپل سر نه رامنځته کیږي، بلکې که الله وغواړي نو ځواک به یې ترې واخلي بیا به نو هېڅ تاثیر نه کوي، او که وغواړي نو پرې به یې ږدي او اثر به ولري.

د ژباړو راړول

57 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية