+ -

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه قَالَ:
كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَأَصْبَحْتُ يَوْمًا قَرِيبًا مِنْهُ وَنَحْنُ نَسِيرُ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ أَخْبِرْنِي بِعَمَلٍ يُدْخِلُنِي الجَنَّةَ وَيُبَاعِدُنِي عَنِ النَّارِ، قَالَ: «لَقَدْ سَأَلْتَنِي عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، تَعْبُدُ اللَّهَ وَلاَ تُشْرِكْ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ، وَتَحُجُّ البَيْتَ» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى أَبْوَابِ الخَيْرِ: الصَّوْمُ جُنَّةٌ، وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الخَطِيئَةَ كَمَا يُطْفِئُ الْمَاءُ النَّارَ، وَصَلاَةُ الرَّجُلِ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ» قَالَ: ثُمَّ تَلاَ: «{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ}، حَتَّى بَلَغَ {يَعْمَلُونَ}» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ كُلِّهِ وَعَمُودِهِ، وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟» قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الجِهَادُ» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِمَلاَكِ ذَلِكَ كُلِّهِ؟» قُلْتُ: بَلَى يَا نَبِيَّ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ قَالَ: «كُفَّ عَلَيْكَ هَذَا» فَقُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: «ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ أَوْ عَلَى مَنَاخِرِهِمْ إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ».

[صحيح بمجموع طرقه] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 2616]
المزيــد ...

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: «لَقَدْ سَأَلْتَنِي عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، تَعْبُدُ اللَّهَ وَلاَ تُشْرِكْ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ، وَتَحُجُّ البَيْتَ» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى أَبْوَابِ الخَيْرِ: الصَّوْمُ جُنَّةٌ، وَالصَّدَقَةُ تُطْفِئُ الخَطِيئَةَ كَمَا يُطْفِئُ الْمَاءُ النَّارَ، وَصَلاَةُ الرَّجُلِ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ» قَالَ: ثُمَّ تَلاَ: «{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ}، حَتَّى بَلَغَ {يَعْمَلُونَ}» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ كُلِّهِ وَعَمُودِهِ، وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟» قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: «رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الجِهَادُ» ثُمَّ قَالَ: «أَلاَ أُخْبِرُكَ بِمَلاَكِ ذَلِكَ كُلِّهِ؟»، قُلْتُ: بَلَى يَا نَبِيَّ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ قَالَ: «كُفَّ عَلَيْكَ هَذَا» فَقُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: «ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ أَوْ عَلَى مَنَاخِرِهِمْ إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ». « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».

[صحيح] - [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی] - [سنن ترمذی - 2616]

تشریح

معاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي او له اور څخه مې لرې کړي، هغه وفرمایل: تا له ما څخه د یو داسې عمل په اړه پوښتنه وکړه چې نفسونو ته یې تر سره کول لویه خبره ده او دا د هغه چا لپاره اسان دی چې الله ورته اسان کړی وي؛ نو د اسلام فرایض ادا کړه:
لومړی چې: یوازې د الله تعالی عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی مه شریکوه.
دویم: په شپه او ورځ کې په شرطونو، ارکانو، فرائضو او واجباتو برابر پنځه وخته لمونځونه کوه: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن.
دريم: له هر هغه مال څخه فرضي زکات وباسه چې یوې شرعي ټاکلې اندازې ته ورسیږي، دا یو مالي عبادت دی او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي.
څلورم: د رمضان روژه ونیسه چې هغه له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي.
پنځم: د عبادت په نیت د مکې په لور بیت الله ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شه.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا داسې یوه لار در ونه ښیم چې د کامیابۍ تر دروازو دې ورسوي؟ هغه دا ده چې د فرضو پسې نفلي عملونه تر سره کړه.
لومړی: نفلي روژې، چې په ګناهونو له اخته کېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې شهوت ماتوي او ځواک کمزوری کوي.
دویم: نفلي صدقه او خیرات، ځکه چې صدقه ګناه له منځه وړي او اثر یې ختموي.
دریم: د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې تهجد لمونځ کول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست:{تتجافى جنوبهم} یعنې د تهجد کوونکو ډډې او اړخونه {عن المضاجع} له خوب ځایونو څخه جلا کیږی، {يدعون ربهم} ځکه چې خپل رب په لمانځه، ‌ذکر، د قران کریم تلاوت او دعا سره رابلي، {خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون، فلا تعلم نفس ما أخفي لهم من قرة أعين} په وېرې او تمې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي، نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه، یعنې د قیامت په ورځ او په تل پاتې جنتونو کې {جزاء بما كانوا يعملون} د هغو عملونو د بدلې په توګه چې دوى به كول.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د دین د بنسټ او هغې ستنې په اړه خبر درنکړم چې پرې ولاړ دی او تر ټولو لوړه څوکه یې ده؟
معاذ رضي الله عنه وویل: هو ( په اړه یې خبر راکړه ) اې د الله رسوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دین سر: اسلام دی چې له دوه وو ګواهیو څخه عبارت دی او په دوی له انسان سره د دین بنسټ جوړیږي. او ستن یې: لمونځ دی، نو له لمانځه پرته اسلام نشته، لکه څرنګه چې کور (کوټه) له ستنو (دیوالونو) پرته نه جوړېږي؛ او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد او د دښمنانو سره په جګړه کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو لپاره زیار وېستل دي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د هغه څه د غښتلتیا او کره والي په اړه - خبر درنه کړم - چې پورته ذکر شول؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژبه ونيوله او ويې فرمایل: دا دې په خپل واک کې وساته او کوم څه چې درپورې اړه نه لري په اړه یې خبرې مه کوه. معاذ وویل: آیا زموږ رب به له موږ سره زموږ په خبرو حساب کوي او پرې مو نیسي؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي! لدې وینا څخه یې موخه خیرا کول نه دي، بلکې دا د عربو له ویناوو څخه یوه ده او هغه مهال یې کاروي چې کله غواړي د یو چا پام راواړوي او یو څه ور وپېژني، بیا یې وفرمایل: آیا د ژبې له ناوړه ویناوو لکه: کفر، تور پورې کول، ښکنځل، غیبت، چغلي او بهتان پرته بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې اچول کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر زده کړه د صحابه کرامو رضی الله عنهم ټینګار، له همدې امله يې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډېرې پوښتنې کولې.
  2. د صحابه کرامو رضي الله عنهم پوهه، پر دې چې عمل کول جنت ته د داخلېدو لامل دی.
  3. کومه پوښتنه چې معاذ رضي الله عنه کړې وه، لویه پوښتنه وه، ځکه په حقیقت کې همدا د ژوند او وجود راز دی، ځکه په دې نړۍ کې هر موجود که بنی آدم دی او که پیریان؛ مقصد یې یا د جنت لور ته دی او یا د دوزخ، لدې امله دا پوښتنه یوه لویه پوښتنه وه.
  4. جنت ته داخلېدل د اسلام د پنځو ارکانو په پوره کولو ولاړ دي، چې هغه عبارت دي له: دوه ګواهیو (د شهادت له دوو کلمو )، لمونځ، زکات، روژې او حج څخه.
  5. د دين بنسټ، تر ټولو ارزښتناکه چاره او ستر واجب یوازې د یو الله عبادت دی چې شریک نه لري او هغه ذات په یووالي سره منل.
  6. پر خپلو بندګانو د الله تعالی رحمت چې د دوی لپاره یې د نیکۍ دروازې پرانیستي ترڅو د ثواب او د ګناهونو د بخښنې اسبابو ته لاسرسی ولري.
  7. د فرض لمونځونو له ادا کولو وروسته پر نفلي لمونځونو د تقرب فضیلت.
  8. په اسلام کې لمونځ د هغه ستنې په څېر دی چې خیمه پرې ولاړه وي چې په لوېدو سره یې اسلام لوېږي، لکه څنګه چې د ستنې په لوېدو سره خیمه لوېږي.
  9. د ژبې ساتنه له هغه څه څخه چې اړینه ده چې انسان ته په دین کې ضرر رسوي.
  10. دژبې ساتل، په خپل اختیار کې ساتل او نیول د ټولو نېکیو اساس دی.
نور