عَنْ أَبِي ذَرٍّ، جُنْدُبِ بْنِ جُنَادَةَ، وَأَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ، مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«اتَّقِ اللَّهَ حَيْثُمَا كُنْت، وَأَتْبِعْ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقْ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ».
[قال الترمذي: حديث حسن] - [رواه الترمذي] - [الأربعون النووية: 18]
المزيــد ...
له ابو ذر، جُندب بن جُنادة، او ابو عبدالرحمن، معاذ بن جبل رضی الله عنهما نه روایت دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».
[قال الترمذي: حديث حسن] - [ترمذی روایت کړی دی] - [الأربعون النووية - 18]
نبي صلی الله علیه وسلم په درې شيانو امر کوي: لومړی: د الله تعالی څخه وېره، یعنې د واجب کارونو ترسره کول او له حرامو ځان ساتل، په هر ځای، هر وخت او هر حال کې که پټ وي که ښکاره، که روغ وي یا په ازمېښت کې، او داسې نور. دویم: که کومه ګناه درڅخه وشوه، نو وروسته پسې نیکي وکړه — لکه لمونځ، صدقه، نیکي، خپلوي پالنه، توبه او داسې نور — نو دا ګناه له منځه وړي. درېیم: له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه، لکه پر وړاندې یې موسکا کول، مهرباني او نرمي ښودل، نېکي کول او د زیان رسولو مخنیوی.