عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا تَعَلَّمُوا الْعِلْمَ لِتُبَاهُوا بِهِ الْعُلَمَاءَ، وَلَا لِتُمَارُوا بِهِ السُّفَهَاءَ، وَلَا تَخَيَّرُوا بِهِ الْمَجَالِسَ، فَمَنْ فَعَلَ ذَلِكَ، فَالنَّارُ النَّارُ».

[صحيح] - [رواه ابن ماجه] - [سنن ابن ماجه: 254]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».

[صحيح دی] - [ابن ماجه روايت کړی دی] - [سنن ابن ماجه - 254]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې موخه د علم له زده کړې څخه خبردارى ورکړى، چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړي او ځان پرې وښایي، او دا ورته وښایې چې زه هم ستاسو په څېر عالم یم، او یا د دې لپاره چې ساده او کم عقله خلک پرې مخاطب وګرځوي، او یا زده کړه د دې لپاره وکړي چې په مجلس کې پرې مشري تر لاسه کړي او نورو ته پرې لومړیتوب ورکړل شي. نو چاچې داسې وکړل، هغه د ځان ښودنې (ریا) او د الله لپاره په زده کړه کې د اخلاص د نشتوالي له امله د اور مستحق دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه چا لپاره په اور ګواښ چې علم یې د فخر کولو لپاره زده کړې وي، او یا پرې جګړه وکړي او یا پرې په مجلس کې د ځان لپاره غوره ځای خپل کړي او داسې نور.
  2. د هغو کسانو لپاره په نیت کې د اخلاص ارزښت چې علم زده کوي او نورو ته یې ښایې.
  3. نیت د عملونو اساس دی او په همدې به جزا ورکول کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)