عَنْ النَّوَّاسِ بْنِ سَمْعَانَ الْأَنْصَارِيِّ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«ضَرَبَ اللهُ مَثَلًا صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا، وَعَلَى جَنْبَتَيْ الصِّرَاطِ سُورَانِ، فِيهِمَا أَبْوَابٌ مُفَتَّحَةٌ، وَعَلَى الْأَبْوَابِ سُتُورٌ مُرْخَاةٌ، وَعَلَى بَابِ الصِّرَاطِ دَاعٍ يَقُولُ: أَيُّهَا النَّاسُ، ادْخُلُوا الصِّرَاطَ جَمِيعًا، وَلَا تَتَعَرَّجُوا، وَدَاعٍ يَدْعُو مِنْ فَوْقِ الصِّرَاطِ، فَإِذَا أَرَادَ يَفْتَحُ شَيْئًا مِنْ تِلْكَ الْأَبْوَابِ، قَالَ: وَيْحَكَ لَا تَفْتَحْهُ، فَإِنَّكَ إِنْ تَفْتَحْهُ تَلِجْهُ، وَالصِّرَاطُ الْإِسْلَامُ، وَالسُّورَانِ: حُدُودُ اللهِ، وَالْأَبْوَابُ الْمُفَتَّحَةُ: مَحَارِمُ اللهِ، وَذَلِكَ الدَّاعِي عَلَى رَأْسِ الصِّرَاطِ: كِتَابُ اللهِ، وَالدَّاعِي مِنِ فَوْقَ الصِّرَاطِ: وَاعِظُ اللهِ فِي قَلْبِ كُلِّ مُسْلِمٍ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد]
المزيــد ...

نَّوَّاس بن سمعان الأنصاري رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:
«ضَرَبَ اللهُ مَثَلًا صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا، وَعَلَى جَنْبَتَيْ الصِّرَاطِ سُورَانِ، فِيهِمَا أَبْوَابٌ مُفَتَّحَةٌ، وَعَلَى الْأَبْوَابِ سُتُورٌ مُرْخَاةٌ، وَعَلَى بَابِ الصِّرَاطِ دَاعٍ يَقُولُ: أَيُّهَا النَّاسُ، ادْخُلُوا الصِّرَاطَ جَمِيعًا، وَلَا تَتَعَرَّجُوا، وَدَاعٍ يَدْعُو مِنْ فَوْقِ الصِّرَاطِ، فَإِذَا أَرَادَ يَفْتَحُ شَيْئًا مِنْ تِلْكَ الْأَبْوَابِ، قَالَ: وَيْحَكَ لَا تَفْتَحْهُ، فَإِنَّكَ إِنْ تَفْتَحْهُ تَلِجْهُ، وَالصِّرَاطُ الْإِسْلَامُ، وَالسُّورَانِ: حُدُودُ اللهِ، وَالْأَبْوَابُ الْمُفَتَّحَةُ: مَحَارِمُ اللهِ، وَذَلِكَ الدَّاعِي عَلَى رَأْسِ الصِّرَاطِ: كِتَابُ اللهِ، وَالدَّاعِي مِنِ فَوْقَ الصِّرَاطِ: وَاعِظُ اللهِ فِي قَلْبِ كُلِّ مُسْلِمٍ». "الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي چې د لارې په دواړو خواو کې دوه دېوالونه دي، او په هغې کې خلاصې دروازې دي، او پر دروازو پردې راځوړندې دي، او د لارې په دروازه یو بلونکی وايي: اې خلکو! ټول په ګډه لارې ته ننوځئ او غاړو او څنډو ته مه ورکږیږئ، او د لارې له پاسه بل بلونکی دی، نو هر کله چې لاروی وغواړي لدې درواځو څخه څه پرانیزي وایي: افسوس دی پر تا، مه یې خلاصوه، ځکه که تا خلاصه کړه نو خامخا به ورننوځې، او دا نېغه لار اسلام دی، او دوه دېوالونه د الله تعالی حدود دي، او خلاصې دروازې، د الله تعالی محارم دي، او هغه د لارې پر سر بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او د لارې د پاسه بلونکی له الله تعالی څخه هغه وېرونکی مبلغ دی چې د هر مسلمان په زړه کې دی».

صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړی چې: الله تعالی د اسلام لپاره په نېغه لار یو مثال وړاندې کړ چې دغه لار سیده ده او هیڅ کوږوالی پکې نشته، او د لارې په دواړو غاړو دوه دېوالونه دي چې تر څنډو یې راچاپېر دي، او دا دواړه د الله تعالی حدود دي، پدې دواړو دېوالونو کې خلاصې دروازې دي چې هغه د الله تعالی محارم دي، او په هغو دروازو پردې دي چې تېرېدونکي ته نه ښکاري د لارې دننه څوک دي، او د لارې په سر یو بلونکی دی چې خلکو ته لارښوونه کوي او ورته وایي: په لاره - نېغ- ځئ، پرته لدې چې غاړو او څنډو ته یې ورکاږه شئ، او دا بلونکی د الله تعالی کتاب دی، او هلته د لارې پر سر یو بل بلونکی دی؛ او دا بلونکی چې کله په لارې تلونکی وغواړي د دروازو پردې یو څه خلاصې کړي نو ویې رټي او ورته وایي: افسوس دی پر تا مه یې خلاصوه! که چېرته یې ته خلاصه کړې نو خامخا به ورننوځې او هېڅکله به ونکړای شې چې ځان له ننوتلو ایسار کړې، او دا بلونکی د هر مسلمان په زړه کې د الله تعالی مبلغ دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. اسلام هغه حقیقي دین او نېغه لاره ده چې مونږ جنت ته رسوي.
  2. د الله تعالی د حدودو التزام ( ورته ژمن پاتې کېدل ) او هغه څه چې هغه حلال او یا حرام کړي دي د مراعت کولو اړتیا او دا چې په هغو کې غفلت د هلاکت سبب ګرځي.
  3. د قرآن عظیم فضیلت او پرې په عمل کولو ټینګار، ځکه په هغه کې هدایت، نور او کامیابي ده.
  4. په خپلو بندګانو باندې د الله تعالی رحمت او هغه څه یې چې د مومنانو په زړونو کې ځای پر ځای کړي دي هغه څه دي چې دوی ته د خطر رسېدو مخنیوي کوي او د هلاکت کندې ته له لوېدلو څخه یې ژغوري.
  5. الله تعالی په خپل رحمت سره د بندګانو لپاره خنډونه جوړ کړي ترڅو یې پر مټ د ګناه کولو مخه ونیسي.
  6. د ښوونې له مېتودونو څخه یو هم د مثالونو وړاندې کول دي چې - مفهوم - نږدې او واضحه کوي.