عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«بَيْنَمَا رَجُلٌ يَمْشِي بِطَرِيقٍ وَجَدَ غُصْنَ شَوْكٍ عَلَى الطَّرِيقِ فَأَخَّرَهُ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ فَغَفَرَ لَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1914]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 1914]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یو سړی په لاره روان و، نو د ونې په یو اغزي لرونکي خاښ تېرېده چې مسلمانانو ته یې زیان رسېده، نو دا څانګه یې د لارې څخه لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د لارې له سر څخه د ضرر د لرې کولو فضیلت او دا چې دا عمل د الله تعالی د بخښنې لامل ګرځي.
  2. د خېر کړنې که څه هم لږې وي، باید په کمه سترګه ورته ونه لیدل شي.
  3. اسلام د پاکوالي، چاپېریال ساتنې او عامه خوندیتوب دین دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)