عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمِنين رَضيَ اللهُ عنها قَالَتْ:
جَاءَتْنِي مِسْكِينَةٌ تَحْمِلُ ابْنَتَيْنِ لَهَا، فَأَطْعَمْتُهَا ثَلَاثَ تَمَرَاتٍ، فَأَعْطَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا تَمْرَةً، وَرَفَعَتْ إِلَى فِيهَا تَمْرَةً لِتَأْكُلَهَا، فَاسْتَطْعَمَتْهَا ابْنَتَاهَا، فَشَقَّتِ التَّمْرَةَ الَّتِي كَانَتْ تُرِيدُ أَنْ تَأْكُلَهَا بَيْنَهُمَا، فَأَعْجَبَنِي شَأْنُهَا، فَذَكَرْتُ الَّذِي صَنَعَتْ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَوْجَبَ لَهَا بِهَا الْجَنَّةَ، أَوْ أَعْتَقَهَا بِهَا مِنَ النَّارِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2630]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې:
یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2630]

تشریح

أم المؤمنین عائشة رضي الله عنها وایي چې یوې غریبې ښځې خپلې دوه لورګانې له ځان سره راوستې او له هغې یې سوال وکړ، نو هغې درې خرماوې ورکړې، ښځې هرې لور ته یوه خرما ورکړه او یوه یې خپلې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، خو لورګانو یې هغه خرما ترې وغوښته چې غوښتل یې خپله یې وخوري، نو د هغوی دواړو تر منځه یې دوه نیمه کړه، عائشه رضي الله عنها د ښځې د دې حالت په لیدو حیرانه شوه او د هغې کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه وویل: یقینا چې الله تعالی ورته په هغې خرما سره جنت واجب کړ، او یا دا چې له اور څخه یې پرې ازاده کړه.

د حديث له ګټو څخه

  1. د صدقې فضیلت، که څه هم لږه وي، او دا چې صدقه د مؤمن په خپل رب ایمان، د هغه پر وعده باور دلالت کوي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري Kannada کنادا الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه