+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً».

[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 4855]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري».

[صحيح] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 4855]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ داسې خلک نشته چې په یوه مجلس کې سره ناست وي او بیا ترې په داسې حال کې پاڅېږي چې الله یې نه وي یاد کړی مګر دا چې داسې به ترې پاڅېږي لکه د خره په یو جسد چې سره راټول شوي وي؛ په بد بوی او مردارۍ کې ناست وي، ځکه چې دوی په خبرو د الله جل جلاله له یاد څخه غافل شوي وو، او د دوی دا ناسته به دقیامت په ورځ د دوی لپاره آفسوس، پښېمانتیا او نېمګړتیا ولري.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله له يادولو څخه د غفلت په اړه ياد شوى اخطار يوازې په مجلسونو پورې نه دى، بلکې نورو ته هم شاملېږي، امام نووي رحمه الله فرمايلي: د هغه چا لپاره د یو مجلس پرېښودل مخکې له دې مکروه دي چې الله پکې یاد شي.
  2. د دوی د قیامت د ورځې پښېمانتیا خو یا له دې امله ده چې دوی د وخت په له لاسه ورکولو سره له اجر او ثواب څخه محرومېږي او یا له دې امله چې د الله تعالی په نافرمانۍ کې د وخت تېرولو له امله ګناهکارېږي.
  3. دا اخطار هغه چاته متوجه دی چې: غفلت یې د حلالو مسئلو په اړه وي، نو د حرامو ناستو په اړه چې غیبت، چغلي او داسې نور به څنګه وي؟!
نور