عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«رُبَّ أَشْعَثَ مَدْفُوعٍ بِالْأَبْوَابِ لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللهِ لَأَبَرَّهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2622]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«ډېر ځله ببر سړی او خړپړ چې خلک يې پر خپلو دروازو کې هم نه پرېږدي، که په الله قسم وکړي، نو الله به يې بري کړي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2622]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې داسې خلک شته چې د خړوپړو وېښتانو له امله چې نه یې غوړوي او نه یې ډېر وینځي، د خلکو په منځ کې هېڅ ارزښت نلري او له خپلو دروازو یې شړي او سپکاوی یې کوي، مګر، که دوی په یو څه قسم وکړي چې پېښ به شي، نو الله تعالی به یې د دوی د درناوي په موخه پېښ کړي او د دوی سوال به قبول کړي، او پرې به نږدي چې دوی د قسم ماتېدو له امله حانث شي، دا ځکه چې دوی د الله تعالی پر وړاندې فضیلت او مرتبه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. الله تعالی د بنده ظاهري بڼې ته نه ګوري، بلکې زړونو او عملونو ته ګوري.
  2. انسان باید د خپل بدن او جامو په پرتله خپل عمل او د زړه پاکوالي ته ډېره پاملرنه وکړي.
  3. د الله تعالی په وړاندې عاجزي او هغه ته تسلیمېدل د دعا د قبلېدو لاملونه دي، او له همدې امله الله تعالی د پټو پرهېزګارانو خلکو قسم پر ځای کوي.
  4. پېغمبر صلی الله علیه وسلم لره د خلکو د روزنې بیان؛ چې خلک یو بل سپک ونه ګڼي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه